Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت د هېواد درې کلتوري میراثونه په یونسکو کې ثبت وي

افغان حکومت په یونیسکو کې د دغه هېواد د درېیو کلتوري میراثونو د ثبت لپاره هڅې پیل کړې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د یونیسکو د غیر ملموس میراثونو په نوملړ کې د بهزاد د میناتورۍ هنر، رباب جوړونې او ملي اټن د ثبتېدو لپاره يې ځينې معتبر سندونه چمتو کړي دي.
 
د دغه وزارت مسوولین وايي د یادو درې واړو میراثونو اړوند اسناد يې د یو کال په لړ کې چمتو کړي او ټاکل شوې ده چې په پاریس کې د افغانستان د سفارت له خوا د یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري سازمان ته وسپارل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د دې ترڅنګ يې په هېواد کې یوولس نور غیر ملموس فرهنګي میراثونه هم ثبت کړي او غواړي دغه میراثونه هم په یونيسکو کې ثبت کړي.

د بهزاد د میناتوري، د رباب جوړولو او د ملي اتڼ هنرونو مستند کولو یو کال وخت ونیوه او په یونسکو یا د ملګرو ملتونو په علمي کلتوري او روزنیز سازمان کې یې د افغانستان د کلتوري میراثونونو د ثبتېدو لپاره اسنادونه چمتو شول.
    
د غیرملموسو کلتوري میراثونو د برخې مسووله محبوبه بابکرخېله وايي:«هغه څه چې د مستند کولو لپاره اړین دي، مرکې، عکسونه، رضایت لیکونه او له کارپوهانو سره مرکې دي. په واقعیت کې څېړنه باید وشي.»

محبوبه بابکر خېل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د غیر ملموسو کلتوري میراسونو د پلاوي مشره ده وایي چې دوی د دغو هنرونو د مستتد کولو لپاره د سندونو د راټولولو په موخه ولایتونه ته هم سفرونه وکړل.

اوس مهال د مستند دا سندونه چمتو او د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل شوي دي څو په پاریس کې د افغانستان د سفارت له لوري یونسکو ته ولېږل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر وویل:«له بده مرغه باید ووایم او همدارنګه اقرار هم وکړو چې په دې برخه کې شاته پاتې یوو. له ګاونډیو هېوادونو هم شاته پاتې یوو. موږ په ځانګړې توګه له یونسکو سازمان څخه غوښتنه لرو د دې لپاره چې زموږ ملموس او غیر ملموس اثار د خطر سره مخ دي لږ تر لږه په کال کې، زموږ درې موردونه ومني.»   

په یونسکو کې د افغانستان د سفارت د پخواني شازدافیر رضا عظیمي په وینا د ولسمشرۍ غني د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په یونسکو کې د افغانستان د استازولۍ له لغوه کېدو وروسته؛ په پاریس کې د افغانستان سفارت په دغه سازمان پورې اړوند چارې مخته بیولې.

کابل تر هغې وروسته په یونسکو کې د افغانستان په نوم د بهزاد د میناتورۍ او څو نورو هنرونو د ثبتېدو لپاره لاس په کار شو چې په یونسکو کې د میناتورۍ هنر د ایران او ترکیې په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ګډ میراث په توګه ثبت شو.

شریک یي کړئ