Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سینما برخې د لاسته‌راوړنو پر له‌منځه تللو اندېښنې

 د افغان‌فلم د تاسیس د ۵۳ مې کلیزې په مناسبت غونډه کې، د افغان‌فلم مسوولانو وویل، چې د امنیتي حالت خرابېدو سره، د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د سینما د برخې د لاسته‌راوړنو له‌منځه تللو ته اندېښنه لري.

په دې پروګرام کې تېرو پینځو لسیزو او په ځانګړې توګه تېرو دوو لسیزو کې د افغا‌ن‌فلم فعالیتونه وستایل شول.

د افغان‌فلم رییسې صحرا کریمي وویل، چې د افغان‌فلم د لا غوره‌والي لپاره یې هڅې روانې کړې دي.

صحرا کریمي ویلي:«د پوهاوي لاسته‌راوړل اسان نه وو. موږ په کمو امکاناتو او یا نه‌ملاتړ سره، پنځونې وکړې. همداشان مو، د فلم جوړونې او سینما په هکله د ټولنې منفي او وروسته پاتي فکر خلاف مبارزه هم وکړه.»

د افغان‌‌فلم رییسې پر اوسني امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل:«موږ شاته نه‌ستنېږو. هېڅ یوه ځواک ته اجازه نه ورکوو، چې فلم جوړونې برخه کې موږ له خپلو هڅو راوګرځوي.»

د سینما لوبغاړي وایي، که څه هم وروستیو کلونو کې حکومت د سینما پرمختګ لپاره څه نه‌دي کړي خو تېرو څو کلونو کې د افغان‌فلم فعالیتونه د ستایلو دي.

د سینما یوه لوبغاړي بصیر مجاهد ویلي:« زموږ د سینما لوبغاړو په لوړه کچه فلمونه جوړ کړل، چې ان نړۍوالو فسټیوالونو ته یې لار ومونده، خو پر دې فلمونو شخصي پروډکشنو کار وکړ.»

د هېواد په تاریخ کې په لومړي ځل د شاه امان‌الله خان وخت کې سینما جوړه شوه، خو افغان‌فلم د محمد ظاهر شاه په دوره کې جوړ شو.

شریک یي کړئ