Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلوڅان د خپل کلتور د بډاینې غوښتنه کوي

د بلوڅي کلتور ورځې په نیمروز کې د لاسي صنایعو او سیمه‌ییزو خوړو نندارتون له جوړېدو سره لمانځنه وشوه.

په دغو مراسمو کې د بلوڅ قوم مشرانو له سرپرست حکومته غوښتي چې په بلوڅ مېشتو سیمو کې په ښوونځیو کې د بلوڅي ژبې د زده‌کړې لپاره زمینه برابره کړي.

د مارچ دویمه د بلوڅ کلتور د ورځې په نوم، نومول شوې ده.

افغانستان کې د بلوڅانو سراسري شورا رییس عبدالاحد خطیبي په دې هکله وویل:«په بېلابېلو ولایتونو کې بلوڅ لرو الحمدالله هغوی هم کولای شي چې په راتلوونکي کې دا ډول مراسم ولري.»

د نیمروز د بلوڅانو د شورا رییس سردار عبدالرزاق هم وايي:«هغه قومونه چې په افغانستان کې دي، هر یو خپل کلتور او دودونه لري، بلوڅان هم همدا ډول په خپل کلتور کې ډېر بډایه دي. هغه بلوڅان چې دلته وو له نورو خلکو سره په غم او ښادۍ کې تل شریک وو.»

بلوڅان په خپلو سیمو کې د لاسي صنایعو ځانګړو تولیداتو له امله شهرت لري. بلوڅ ځوانان او فرهنګ‌پالان هم د دې صنعت او د خپل کلتور د بډاینې لپاره د سرپرست حکومت د ملاتړ غوښتنه کوي.

د کلتوري چارو فعال حمیدالله بلوڅ وايي:«موږ غواړو چې د رسنیو او نندارتونونو له لارې خپل کلتور نړۍ ته معرفي کړو.»

د کلتوري چارو بل فعال خلیل بلوچ هم څرګندوي:«موږ ډېر وړ ځوانان او پېغلې لرو، چې ډېر لوړ مهارتونه او وړتیاوې لري.»

د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي د هېواد د ټولو هغو کلتورونو ملاتړ کوي چې د اسلامي احکامو پر خلاف نه‌وي.

د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب‌الله الهام په دې هکله څرګنده کړه:«هغه فرهنګ او کلتور چې د اسلامي او زموږ په افغاني چوکاټ کې وي د هغه د پیاوړتیا او بډاینې لپاره موږ هڅې کړي او کوو یې.»

د معلوماتو پر بنسټ، ډېری بلوڅان په نيمروز، كندهار، روزګان، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو كې ژوند كوي.

بلوڅان د خپل کلتور د بډاینې غوښتنه کوي

بلوڅ ځوانان او فرهنګ‌پالان هم د دې صنعت او د خپل کلتور د بډاینې لپاره د سرپرست حکومت د ملاتړ غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه