Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیا کې د یوه عامه کتابتون پرانیسته

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په ياد رياست کې يو عامه کتابتون پرانيستل شو چې زرګونه بېلابېل کتابونه پکې دي.

د پکتیا په اطلاعاتو او کلتور رياست کې عامه کتابتون پرانيستل شو چې نږدې ۱۵ زره کتابتونه پکې شتون لري.

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رييس بيا وايي په زرمت، څمکنيو او سيدکرم ولسواليو کې عامه کتابتونونو لري او هڅه به وکړي چې شمیر يې زيات کړي.

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رييس، ثواب جان اسلام يار و ویل: په راتلونکي کې مو پلان او هوډ دا دی چې دیني او علمي او ترڅنګ یې فکري کتابونه هم ولرو. او په عصري ډګر کې هم د بیلابیلو برخو کتابونه ولرو.

د پکتیا د والي مرستیال، انعام الله صلاح الدين و ویل: له عصري کتابونو به دا مستغني وي. الله دې داسې وخت راولي چې له تاریخ، جغرافیې او نورو عصري کتابونو دا مستغني وي. دا چې برابر شي نو زموږ ارمان به هم پوره شي.

يو شمېر لوستي کسان او لیکوالان د دې کتابتون له پرانيستو خوښ دي او پر غني کېدو يې ټينګار کوي.

دوی وايي د مطالعې دود پيکه شوی او لامل يې د ټولنيزو رسنيو بې درېغه کارول او په لېرې پرتو سيمو کې کتاب ته نه لاس رسی دی، چې بايد هلته هم ورته کتابتونونه جوړ شي.

لیکوال او شاعر، خوږمن ځاځي و ویل: کتاب په ژوند کې ډیر مهم دی، هغه انسانان چې غواړي په ژوند کې پرمختګ وکړي او له ښکلا د ډک ژوند نه برخمن شي، د یوه بریالي ژوند نه برخمن شي، کتاب ته دې مخه کړي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی، محمد قاسم و ویل: له حکومته مو غوښتنه دا ده چې په لرې پرتو ولسوالیو کې هغه محصلین او هغه کسان چې له مطالعې سره شوق لري، هغوی ته هم دا ډول کتابتونونه جوړ کړي.

 د دغه ولایت یوه بل اوسېدوني، محمد زمان زیارمل بیا له ځوانانو دا غوښتنه وکړه: ځوانانو ته په کار ده چې د خپلو تدریسي کتابونو ترڅنګ نوره عمومي مطالعه هم وکړي.

د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رياست د مالوماتو له مخې د دې عامه کتابتون بنسټ په ۱۳۴۵ لمريز کال کې اېښودل شوی و خو بېرته له مينځه تللی و، چې اوس په نوې بڼه او د کتابونو د شمېر په زياتوالي سره بېرته د مطالعې د مینه‌والو پر مخ پرانيستل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه