Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امیتاب بچن او زوی یې په کرونا ویروس اخته شوي

هندي رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد نامتو سینمايي لوبغاړی، امیتابچن او زوی یې ابیشیک بچن په کرونا ویروس اخته شوي دي.

اوس مهال دوی دواړه ممبي کې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدل شوي دي.

ډاکټرانو ویلي دي چې دوی خفیف علایم لري او روغتیايي حالت یې ښه دی.

امیتابچن ۷۷ کاله عمر لري او له هغو کسانو چې وروستیو لسو ورځو کې یې ورسره اړیکه درلوده، غوښتي څو د کرونا ویروس ټسټ وکړي. نوموړي هند کې د کرونا ویروس د خپرېدو راهیسي د دغه ویروس په تړاو عامه پوهاوي برخه کې کار کړی دی.

امیتاب بچن د ۱۹۶۹ کال راهیسې کابو دوو سوو فلمونو کې رول لوبولی دی او ډېر شمېر مینوال لري. د هغه مینوالو ورته د روغتیا هیله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې هند کې د ګرځبندیزونو سره سره له ۸۲۰ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته دي او له ۲۲ زرو ډېر مړه شوي ديږ

همداراز نړۍ کې هم د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۳ میلیونو  اوښتی دی او له ۵۶۵ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

د هند دغه لوبغاړي په دې وروستیو کالو کې د مشهورې خپرونې "څوک غواړي چې میلیونر شي‎؟" کوربه وو.

شریک یي کړئ