Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل پوهنتون کې د شبکه کارۍ او معرق کارۍ یو ورځنۍ نندارتون

پنځلسو ځواکونو څه باندې ۴۰ تابلوګانې چې شبکه کاري او معرق کاري شوي دي د یوې ورځې لپاره کابل پوهنتون کې نندارې ته وړاندې کړې.

دا تابلوګانې له طبیه کلمې او سپېڅلو اسلامي نومو سره معرق او شبکه کاري شوي دي او د دغو تابلوګانو ټول خطونه له لرګیو دي.

له اسلامي سوژو سره دغو پنځلسو ځوانانو ته د شبکه کاري او معرق کاري د روزنې او دغه نندارتون موخه د هنر په هکله د ټولنې د لید بدلون ښودل شوی دی.

بنفشه د دغه درې میاشتنې ورکشاپ یوه ګډونواله ده؛ په دغه نندارتون کې د دې درې تابلوګانې نندارې ته اېښودل شوي دي.
 
بنفشه وایي چې په تابلوګانو کې کلمې په لرګي سره معرق کاري شوي دي؛ خو په دغو تابلو ګانو کې کارول شوي مواد طبیعي دي.

دا درې میاشتنۍ کارغالی د ژمي په درېیو میاشتو کې جوړ شوی و، خو د کورونا ویروس د پراختیا او د ښار د کرنتین له امله دا نندارتون د دوشنبه پر ورځ جوړ شو.

پر لرګیو د نقاشۍ د زده کړې د دغه ورکشاپ موخه ټولنې ته د اسلامي هنرونو د یوې برخې ورپېژندل بلل شوي دي چې تجسمي هنرونه یوازې د څېرو کاږل او مجسمه جوړول نه دي.

شریک یي کړئ