د مدني ټولنې د ټولګې رئیس وايي د ملي یووالي حکومت د بروکسل په غونډه کې باید نړیوالې ټولنې او خلکو ته دوکه ورنه کړي.
هغه د نړیوالې ټولنې د مرستو د تر لاسه کولو لپاره ملي یووالی حکومت د خپلو ژمنو په عملي کولو کې په ناغېړۍ تورنوي او ټینګار کوي چې د دغو ناغېړیو دوام به د افغانستان لپاره ډېر خطرناک وي.
د مدني ټولنې د ټولګې رئیس غزیز رفیعي څرګنده کړه:«هېڅ ډول ژمنه یې په اصولي ډول عملي کړې نه ده او موږ له دې امله ډېر اندېښمن یوو او زموږ اندېښنه دا ده چې داسې ونه شي چې د نړیوالې ټولنې مرستې ودرول شي او یا هم کمې شي.»
په همدی حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ په نړیوالو ناستو کې د حکومت د ژمنو د عملي کولو لپاره له هڅو څخه ډاډ ورکوي او د بروکسل په غونډه کې د ګډون لپاره له بشپړ چمتوالي څخه خبر ورکوي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«د بروکسل په غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی په دوه برخو کې د مشرتابه او تخنیکي برخو شتون لري. او د یوه مسؤول دولت په توګه له جامع طرحو سره ګډون کوي.»
د بروکسل ناسته د کابل لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام په موخه یوه مهم فرصت دی.
خو دا مرستې په اسانۍ نه ترلاسه کېږي، د ملي یووالي حکومت باید له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.
په دې ناسته کې به پر درېیو برخو خبرې وشي:
۱- له هېواد سره د نړیوالو مرستو د اغېزمنتیا د زیاتوالي لپاره د افغانستان او نړیوالې ټولنې ګډې هڅې
۲ـ د اقتصادي سموونو، د قانون د واکمنۍ، د عمومي مالي مدیریت د ښه کولو او له فساد سره د مبارزې په ګډون د افغان حکومت اصلاحاتي هڅې،
۳ـ د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره سیمهيیزې هڅې او اقتصادي همکارۍ
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي:«کهچېرې حکومت خپلې ژمنې عملي نه کړي له دې زیات نه به نړیواله ټولنه سخاوت مندانه مرستې وکړي او نه هم د افغانستان خلک د دغه وضعیت زغم لري.»
د افغانستان په اړه د لندن له غونډې کابو ۲۱ میاشتې تېرېږي خو یوه نیوکه دا ده چې د ملي یووالي حکومت نه دی توانېدلی چې په دغې ناسته کې خپلې ژمنې په لازمه توګه عملي کړي.
په دغه ناسته کې افغان حکومت لاندې ژمنې کړې وې:
۱- ټاکنیز اصلاحات
۲- د قضا په برخه کې اصلاحات
۳- د مالیې په وزارت کې اصلاحات
۴- له اداري فساد سره مبارزه
۵- د عوایدو د یوې خپلواکې ادارې رامنځته کول
۶- د مالیاتي عوایدو زیاتوالی
۷- په مالیاتي قوانینو کې اصلاحات
۸- د خصوصي ستکټور پیاوړتیا او د پانګونې لپاره د زمینې برابرول
۹- د ښځو د توانمنیو لوړول په تېره بیا په حکومت کې دوی ته لازیاته ونډه ورکول
۱۰- له بشري حقونو ملاتړ
۱۱- د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ستونزو ته پاملرنه
۱۲- د اقتصادي پرمختګونو لپاره د سیمه ایزو همکاریو پراختیا
د افغانستان په اړه د بروکسل ناسته د اکتوبر په څلورمه او پنځمه نېټه ترسره کېږي.
په دغه غونډه کې به د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي او له افغان حکومت څخه به وغواړي چې د نړۍ د مالي او سیاسي ملاتړ د دوام لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
په دې اړه مو اندونه