Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقونو حالت ته د حکومت پر نه پاملرنې نیوکې

د بشري حقونو دفاع بنسټونه وايي چې د ملي یووالي حکومت د بشري حقونو خوندیتوب په هغه اړه ژمنې چې د بروکسل ناستې څخه یې مخکې کړې وې نه دي عملي کړې او په هېواد کې د بشري حقونو حالت د خرابوالي پر مخ روان دی.

دوی د ژوند خوندیتوب نشتوالی، د تاوتریخوالیو له امله د ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې زیاتوالی او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالیو زیاتوالی هغه څه دي چې دوی یې یادونه کوي.

د ملي یوالي حکومت مشرانو د لندن په غونډه کې د بشري حقونو، اصلاحاتو راوړو، د هېوادوالو د خوندیتوب او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالیو د پایته رسولو ژمنې کړې وې، خو اوس چې د بروکسل غونډې ته کابو دوه میاشتې پاتې دي، د دغو ژمنو په عملي کېدو کې د ملي یوالي حکومت د مشرانو په پاتې کېدو نیوکې کیږي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره، قدریه یزدان‎پرست څرګندوي: "په هېواد کې په بې‎ساري توګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د بشري حقونو ترپښو لاندې کولو ته په کتو اړینه ده چې دولت باید د خپلو ژمنو په عملي کولو کې جدي ووسي بلکې لېواله هم ووسي."

د نا امنیو پراختیا او د دولت د وسله‎والو مخالفانو د بریدونو په مخنیوي کې د حکومت ناتواني او د هېوادوالو د خوندیتوب لپاره د حکومت د ژمنو نه عملي کیدل په هېواد کې د بشري حقونو د حالت د خرابېدو لامل بلل کیږي.

په ولسې جرګه کې دښځو او بشري حقونو د کمېسیون رئیسه، فوزیه کوفي وايي: "له بدله مرغه چې په افغانستان کې د امنیتي حالت خرابوالي سره د بشري حقونو حالت هم خراب شوی دی، آن د جنګي جنایتونو شاهدان یوو. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څخه نیولي آن په صحرایي محکمو کې د ښځو د محکمو شاهدان یوو چې حکومت باید ددغو ډلو پېښو مخنیوي لپاره د بروکسل ناستې لپاره اقدامات وړاندې کړي."

له ټولو دغو نیوکو سره سره حکومت یوځل بیا په هېواد کې د بشري حقونو حالت په ښه کېدو کې د خپلو ژمنو په عملي کولو ټینګار کوي.

د ملګرو ملتونو بنسټ د بشري حقونو د برخې د راپور پر بنسټ، د ملي یوالي حکومت مشرانو په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د بشري حقونو د ټینګښت، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالیو په مخنيوي او د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې بریالي نه وو.

د بشري حقونو دفاع بنسټونه وايي چې د ملي یووالي حکومت د بشري حقونو خوندیتوب په هغه اړه ژمنې چې د بر

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه