Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نن به د افغانستان لپاره د بروکسل غونډه جوړه شي

په دې ناسته کې به د ګډوکوونکو هېوادونو مشران هڅه وکړي تر څو تر ۲۰۲۰زیږدیز کاله پورې افغانستان ته څو مېلیارډ ډالري مرستې راټولې کړي.

له دې سره هم‎مهال د بروکسل ناستې په څنډه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري او داروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوؤلې، فدریکا موګیریني ترمنځ درې اړیخیزه ناسته ترسره شوه.

لوېدیځ ځواکونه به له افغانستان سره د مرستو ژمنې ترڅنګ اعلان کړي چې په دې هېوادونو کې افغانستان کې د نړیوالو پوځي ځواکونو شتون سره عامه افکار مخالفت لري.

له بلخوا، د سولې خبرې اترې د طالبانو بریدونو او تاوتریخوالیو تر اغیزې لاندې راوستې دي.

۱۵ کاله مخکې د نیویارک تر بریدونو وروسته امریکا افغانستان کې د طالبانو رژیم له منځه یووړل او خپل ماموریت یې پیل کړ، خو لا هم دا ماموریت د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دی.

ټاکل شوې ده چې د امریکا، روسیې، ایران، هند او چین په ګډون ۷۰ هېوادونه چهارشنبه د افغانستان لپاره د بروکسل په ناسته کې ګډون وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوؤله، فدریکا موګیریني به هڅه وکړي تر څو چین، ایران، روسیه، امریکا، پاکستان او هند سره پر یوه مېز ناسته ولري او د افغانستان سولې په اړه به سره خبرې وکړي.

نوموړې ویلي دي:"موږ به د افغانستان لپاره څلور کلونه وپېرو."

دا زیاتوي:" که سوله ترلاسه نه شوه نو دا به د راتلونکې لپاره ډېر لګښت ولري."

له بلخوا جان کېرې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره په بروکسل ناسته کې لیدنه وکړه او له غني او عبدالله سره یې د سې‎شنبې پر ورځ پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.

له دې سره چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ناټو او امریکا له خوا په افغانستان کې میلیارډونه ډالر ولګول شول، خو لا هم داسې باورونه شته چې د هېواد د ډېر شمېریې د وګړو په اداره کې نه دي.

د بروکسل په غونډه کې به د نړۍ مشران له ۲۰۱۷ زیږدیز کاله تر ۲۰۲۰ پورې د افغانستان سره د کابو ۳مېلیارډه ډالرو مرستو ژمنه وکړي.

دا مرسته په ۲۰۱۲ کال کې د توکیو په ناسته کې له شویو مرستو کمې دي. په دې ناسته کې هر کال له افغانستان سره د ۴ میلیارډه ډالرو د مرستو ژمنه شوې وه.

د افغانستان ۸۰ سلنه لګښت د نړیوالې ټولنې له مرستو تمویلیږي.

په دې ناسته کې به د ګډوکوونکو هېوادونو مشران هڅه وکړي تر څو تر ۲۰۲۰زیږدیز کاله پورې افغانستان ته څ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه