Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'افغانستان به د ژنیو ناسته کې له لاسته راوړونو سره ګډون وکړي'

مالیې وزارت د شنبې په ورځ (د وږي په ۲۹مه) ویلي دي چې تراوسه د افغان حکومت او د افغانستان لپاره د مشروطو نړیوالو مرستو د جلب لپاره د مرسته کوونکو دوه اړخیزو ژمنو څه باندې ۹۰ سلنه ژمنې عملي شوي دي او افغان حکومت د ژينو په ناسته کې له لازمو لاسته راوړونو سره به ګډون وکړي.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي په دې اړه وویل:«هیله لرو چې د ژینو سږنۍ کنفرانس زموږ یو له سترو لاسته راوړنو څخه وي او نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته له لوړې کچې سره دوام ورکړي.»
 
دا په داسې حال کې ده چې د هرې ورځې په  تېرېدو سره له افغانستان سره د مرستو نړیواله غونډه رانږدې کېږي.

د افغانستان د خونو د فډراسیون مرستیال که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې د خصوصي برخې په تړاو د افغان حکومت فعالیتونه اغېزناک نه بولي خو د نوموړي په وینا په اوسنیو شرایطو کې افغانستان تر بل هر وخت نړیوالو مرستو ته ډېره اړتیا لري.

د افغانستان د خونو د فډراسیون مرستیال سخي احمد پیمان زیاتوي:«د سولې بهیر او خصوصي برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې، ډېرې مهمې دي.»

بلخوا د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن بیا داسې وايي:«په حقیقت کې د راتلوونکو کلونو لپاره په څانګړې توګه اقتصادي فعالیتونه په یوه چوکاټ کې متمرکز وي. چې موږ له کورونا وروسته د یوه مشخص اقتصاد لپاره زمینه برابهر کړو.»
 
خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دولتي ادارو کې د فساد زیاتوالي او په هېواد کې د کارو بار ځوړ او د بیخ بناوو او برېښنا کموالي ته په نغوتې سره وایي چې حکومت د خصوصي برخې د ستونزو د حل کولو پر وړاندې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې ډېر کار نه دی کړی.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس سید زمان هاشمي څرګنده کړه:«د افغانستان د خصوصي سکټور د پراختیا او ودې لپاره ژمنې او مرستې دومره د لمس وړ نه دي. سمه ده چې د حکومت له خوا ځينې ژمنې شوې دي؛ خو تراوسه د لمس وړ پایلې نه دي لرلې.»

ټاکل شوې ده، چې تر راتلوونکو دوو میاشتو د مرستندویه هېوادونو او د افغان حکومت د استازو په ګډون په ژنیو کې افغان حکومت ته د مالي مرستو د جذب لپاره نړیواله غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان حکومت د پروګرامونو د تمویل سرچینې روښانه شي.
 
د ژينو غونډه کې به د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان حکومت د پروګرامونو د تمویل سرچینې روښانه شي.

شریک یي کړئ