Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د انسان تښتوونې په تړاو د صرافانو کاري اعتصاب

بلخ ولایت کې نن(پنجشنبې د تلې په ۳مه نېټه) صرافانو د خپلې ټولنې د رییس، حاجلي عبدالقیوم رحیمي د تښتونې په تړاو کاري اعتصاب  وکړ.

اعتراض کوونکي د سړي تښتونکو له منګولو د بلخ د صرافانو د ټولنې د رییس چې درې ورځې مخکې تښتول شوی وو، د ازادولو غوښتنه کوي. دوی وايي که ښاغلی رحیمي ازاد نشي نو خپلو اعتراضونو او اعتصاب ته به دوام ورکړي.

 دوی زیاتوي، اړ دي څو د انسان تښتونکو له وېرې له ځان سره وسله وال کسان وګرځوي، خو له دې کار سره هم ځان خوندي نه بولي.

یو تن اعتراض کوونکی وايي:«امنیت تامین نشو، اختطاف شو، صرافان اړ دی چې له ځان سره وسله وال وګرځوي... تر څو پورې به هېواد کې داسې دربدري روانه وي.»

په همدې تړاو په کابل کې د شهزاده سرای چې په هېواد کې د صرافانو تر ټولو بازار بلل کیږي، نن د راکړې ورکړې پر مخ تړل شوی وو.

د بلخ ولایت د صرافانو د ټولنې مرستیال، دادالله قیصاري وايي چې اعتراض یې د بلخ ولایت ترڅنګ د هېواد ۳۴ ولایتونو کې روان دی.

د بلخ د صرافانو په بازار کې ۱۳ لویې او نږدې ۲ زره وړې هټۍ فعالیت لري او اوس ټولې یې تړل شوي دي.

په همدې حال کې سوداګر وايي چې بلخ کې د صرافانو د کار بندون به د میلیونونو زیان لامل شي.

بلخ ولایت کې سوداګر، ایوب زیاتوي:«زموږ راکړه ورکړه له صرافانو سره ده، کله چې افغانستان کې صرافۍ تړلې وې، زموږ کار بندیږي.»

 له دې سره سم، د بلخ سیمه ییز مسوولین وايي، د انسان تښتوونکو د نیونې په موخه پلټنې پیل شوي؛ خو په دې اړه د نورو جزییاتو له ورکړې ډډه کوي.

د بلخ مرستیال والي، محمدبشیر توحیدي څرګندوي:«لارې مو ورته(انسان تښتونکو) تړلې دي، ډېر نه غواړم چې مالومات ورکړم ځکه چې حاجي قیوم ته زیان پېښ نشي، خو دا وایم چې ښې پایلې ته به ورسیږو.»

 په دې وروستیو کې د بلخ په مرکز کې د نا امنیو، جنايي پېښو او همداراز د وسله والو غلاو د پېښو د ډېروالي له امله مزاریان سخت اندېښمن شوي دي.

اعتراض کوونکي د سړي تښتونکو له منګولو د بلخ د صرافانو د ټولنې د رییس چې درې ورځې مخکې تښتول شوی وو، د ازادولو غوښتنه کوي

شریک یي کړئ