Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو قطري بنسټ په کابل کې یو معیاري ښارګوټی جوړوي

الغرافه بنسټ د ۱۱۰ مېلیون ډالرو له پانګونې سره په کابل کې یو معیاري ښارګوټی جوړوي.

د دغه بنسټ مسوولان وايي چې دغه استوګنیز ښارګوټی د «قطر ښارګوټي» په نامه د کابل ښار د پنځمې حوزې په خوشحال خان سیمه کې د ۳۲ جریبه ځمکې په پراختیا په ۱۲ پوړونو کې جوړېږي.

په دغې پروژه کې به درې اوه پوړیز بلاکونه، دوه سوداګریز مرکزونه، دوه ښوونځي، یو جومات او یوه یتیم خونه به هم په نړیوال معیاريونو سره جوړ شي.

د الغرافه بنسټ اجرايي رییس شاهد جواد الله رخا په دې اړه وویل:«موږ په کابل او فراه کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان لپاره مرسته کوو. د دغې پروژې ترڅنګ چې تاسې د هغه شاهد یاست، نن موږ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې یوه بله ستره ساختماني پروژه لرو.» 

د ښارجوړونې او ځمکې وزیر محمود کرزي، په دغې پروژه کې د الغرافه بنسټ پانګونه یوه مهمه پروژه ګڼي او وايي چې په پلازمېنه کې مستحقو خلکو ته به د دغې پروژې د اپارتمانونو د وېش بهیر به د ولسمشرۍ ماڼۍ له واکونو وي:«خو موږ باید ووایوو چې حکومت د دا ډول پروګرامونو ډېر ملاتړی دی؛ ځکه له ځمکې سره هېواد کې پانګونه جذب شي.»

د الفراغه غیر انتفاعي بنسټ له کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. د دغه بنسټ مسوولان وايي چې ټاکل شوې ده د د قطر دوحې ته د افغانستان د مېوو او سبزیو صادراتو زمینه هم برابره شي. 

در این پروژه سه بلاک بازرگانی هفت طبقه‌یی، دو مرکز بازرگانی، دو مکتب، یک مسجد و یک یتیم‌خانه نیز با معیارهای جهانی ساخته خواهند شد.

تصویر بندانگشتی

الغرافه بنسټ د ۱۱۰ مېلیون ډالرو له پانګونې سره په کابل کې یو معیاري ښارګوټی جوړوي.

د دغه بنسټ مسوولان وايي چې دغه استوګنیز ښارګوټی د «قطر ښارګوټي» په نامه د کابل ښار د پنځمې حوزې په خوشحال خان سیمه کې د ۳۲ جریبه ځمکې په پراختیا په ۱۲ پوړونو کې جوړېږي.

په دغې پروژه کې به درې اوه پوړیز بلاکونه، دوه سوداګریز مرکزونه، دوه ښوونځي، یو جومات او یوه یتیم خونه به هم په نړیوال معیاريونو سره جوړ شي.

د الغرافه بنسټ اجرايي رییس شاهد جواد الله رخا په دې اړه وویل:«موږ په کابل او فراه کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان لپاره مرسته کوو. د دغې پروژې ترڅنګ چې تاسې د هغه شاهد یاست، نن موږ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې یوه بله ستره ساختماني پروژه لرو.» 

د ښارجوړونې او ځمکې وزیر محمود کرزي، په دغې پروژه کې د الغرافه بنسټ پانګونه یوه مهمه پروژه ګڼي او وايي چې په پلازمېنه کې مستحقو خلکو ته به د دغې پروژې د اپارتمانونو د وېش بهیر به د ولسمشرۍ ماڼۍ له واکونو وي:«خو موږ باید ووایوو چې حکومت د دا ډول پروګرامونو ډېر ملاتړی دی؛ ځکه له ځمکې سره هېواد کې پانګونه جذب شي.»

د الفراغه غیر انتفاعي بنسټ له کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. د دغه بنسټ مسوولان وايي چې ټاکل شوې ده د د قطر دوحې ته د افغانستان د مېوو او سبزیو صادراتو زمینه هم برابره شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه