Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قطر د بهرنیو چارو وزارت: د کابل انزوا به کومه پایله ونه‌لري

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې قطر د افغانستان او نړۍ ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

ماجد محمد انصاري ټینګار کړی چې له اسلامي امارت سره د نړۍ نه تعامل به کومه مطلوبه پایله ونه‌لري.

قطر له دې مخکې هم د افغانستان په مسایلو کې مهم رول لوبولی دی.

ماجد محمد انصاري په دې هکله وویل:«موږ په بشپړه توګه دا درک کوو چې د نړۍوالې ټولنې لپاره د افغانستان په اوسني وضعیت کې له حکومت سره تعامل اسانه نه‌دی، خو په روان وضعیت کې بشپړه انزوا حل لار نه‌ده، نه یې مخکې پایله ورکړې او نه به یې ور کړي.»

ښاغلی انصاري بیا د قطر لپاره افغانستان یو مهم هېواد بولي او زیاتوي چې هڅه به وشي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد محمد انصاري څرګنده کړه:«موږ په افغانستان کې کار کوو، البته د افغانستان موضوع د قطر لپاره ډېره مهمه ده او موږ په دغه برخه کې ډېره پانګونه کوو، موږ له افغانستان او نړۍ ترمنځ د منځګړیتوب لپاره ډېره هڅه کوو، د تېر نظام له سقوط وروسته او د طالبانو له لوري د نوي لنډمهالي حکومت له جوړېدو وروسته مو اصلي اندېښنه دا وه چې نورې نړۍ ته دا ووایو هڅه مو کړې چې طالبان منزوي کړو.»

د سیاسي چارو ځينې شنونکي بیا په دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شنوونکی سید قریب الله سادات وايي:«د چین او تایوان پېښه ستونزه لري او منځګړیتوب ته اړتیا لري. د عربستان او ایران قضیه ستونزه لري او منځګړیتوب ته اړتیا لري. همدارنګه د افغانستان موضوع له سیاسي، اقتصادي او هغه ننګونې چې د افغانستان د سیاست پر وړاندې دي، دا منځګړیتوب ته اړتیا لري، هغه ضمانت چې قطر کړی او یا خپل هېواد یې په واک کې ورکړی چې د افغانستان پېښه حل او فصل ته ورسېږي، دې ته اړتیا لري چې د افغانستان ستونزې حل شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی محمد اجمل زرمتی وايي:«قطر کولای شي چې هم زمینه برابره کړي او هم په اوسنیو شرایطو کې ښه منځګړی کېدای شي؛ ځکه همدا سیاسي سفر هم له قطره پېل شوی او دم‌ګړۍ قطر له امریکا سره هم نږدې اړیکې لري او همدارنګه کولای شي چې نورو هېوادونو ته هم ښه منځکړی وي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا دا هم ویلي چې، د اسلامي امارت له رهبر سره د قطر د بهرنیو چارو وزارت په کتنه کې د ښځو د کار او زده‌کړو ترڅنګ په بېلابېلو مسایلو خبرې شوې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه