Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قطر د ۷۰ ټنو بشر‎ي مرستو جوپه هرات ته ورسېده

د هرات له زلزله ځپلو سره قطر د بشري مرستو جوپه نن (پنج شنبه) دغه ولایت ته ورسېده.

د قطر د علماوو نړۍوالې ټولنې او خیریه بنسټ له لوري په دې ۷۰ ټنه مرستو کې کمپلې، خوراکي او روغتیایي توکي شامل دي

د افغاني سرې میاشتې عملیاتي مرستیال، عبداللطیف ثابت و ویل: «په دې کې ۷۷۵۰ کمپلې، ۲۰۰۰ کڅوړې خوراکي توکي، د روغتیا ۱۰۰۰ کڅوړې او شل ټنه خرما ده.»

قطري مسوولین وایي، چې د افغانستان له خلکو سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د قطر هېواد د مرستندویه بنسټ مسوول، مشعل هاجري و ویل: «دا مرستې د قطر هېواد د مرستندویه بنسټ له لوري د هرات له زلزله ځپلو سره شوې دي. زموږ مرستې به یوازې تر زلزله ځپلو پورې محدودې نه وي، بلکې غواړو چې په نورو برخو کې هم د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو.»

دا مرستې چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوي مسوولین یې وایي چې نږدې راتلونکې کې به یې پر اړمنو کورنیو و ویشي.

هرات کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوول، احمد راشد و ویل: «له یوې رڼې سروې وروسته به دا مرستې د هرات زلزله ځپلو او اړمنو ته ورسیږي.»

د قطر هېواد دا مرستې داسې مهال هرات ته را رسېږي، چې د هوا په سړېدو سره، د زلزله ځپلو ژوند سخت شوی او مرستو ته اړتیا لري.

تمه ده په راتلونکو ورځو کې، د قطر هېواد د مرستو دوه نورې الوتنې هم هرات ته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه