په ننګرهار کې د لوړو زده کړو د یوې خصوصي موسسې محصلینو، د کورنيو تولیداتو د بازار موندنې او پانګولو د هڅونې لپاره د سوداګریزو توکو دوه ورځنی نندارتون پرانیست.
مسولين وايي، په دې نندارتون کې د محصلینو په لاس جوړ شوي ۳۰ ډوله توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.
نجمه د اقتصاد په برخه کې د لوړو زده کړو په بهیر کې په خپل لاس جوړکړي توکي، جلال اباد کې دغه نندارتون کې نندارې ته ايښي دي. هغه وايي، د کورني توليداتو د ملاتړ او بازار موندنې په برخه کې محصلینو دغه هڅه مهمه ثابتېدای شي.
نوموړې زیاته کړه:«له ځوانانو زما غوښتنه دا ده چې د یو بل په مرسته کورني تولیدات جوړ کړي، بازار ته یې وړاندې کړي او د هغه لپاره بازار مودنه وکړي دا چې زموږ هېواد پرمختګ وکړي.»
زده کړیال فیصل وویل:«له ځوانانو غوړام چې باید د دولت د اوږو بار نه شي د دې لپاره چې دولت نه شي کولای چې موږ ته ټول امکانات برابر کړي.»
بل زده کړیال عبدالشکور هم څرګندوي:«که چېرې زموږ وروڼو ته دنده نه پیدا کېږي هغوی کولای شي له ډېرو کمو امکاناتو سره کوچنۍ پانګونه وکړي دا چې د هېواد د پرمختګ لامل شي او همدارنګه زموږ د محصلینو لپاره د دندې پيدا کېدو لامل شي.»
مسوولين وايي، د دغه نندارتون موخه د محصلینو ظرفیت لوړونه، کورني توکو ته بازار موندنه او د افغان پانګوالو هڅول دي.
د التقوا عالي زده کړو موسسې رییس خوشحال جواد وايي:«دغه نندارتون څو بنسټيزې موخې لري، یوه اصلي موخه یې دا ده چې له دې سره د کورنیو تولیداتو ملاتړ کېږي او د هغه د پرمختیا لپاره د پانګوالو پاملرنه جلبېږي.»
د کورنيو توليداتو د بازار موندنې ترڅنګ د دغه محصولینو يوه غوښتنه له ولسونو دا ده، چې د افغاني توکو د ملاتړ په پار په بازارونو کې د بهرنیو توکو پرځای کورني توليدات وپېري. دا نندارتون به دوه ورځې دوام ولري.
په دې اړه مو اندونه