Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د مس عینک کان په هکله له چینايي شرکت سره خبرې روانې دي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د لوګر د مس عینک کان د پروژې د کار پيل په هکله له ام سي سي چینايي شرکت سره خبرې دوام لري او د روانې زیږدیزې میاشتې تر پای به له چینه یو پلاوی کابل ته راشي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اسلامي امارت د پخواني تړون پر بنسټ، د مس عینک په پروژه کې د چین د ام سي سي شرکت د کار د دوام غوښتنه کوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وايي:«په مارچ میاشت کې په فېزیکي بڼه کابل ته راځي او د کانونو او پټرولیم له وزارت سره به خبرې اترې او لیده کاته وکړي.»

له تورخم نه تر حیرتان پورې د رېل پټلۍ جوړېدل، د ۴۰۰ مېګا واټو په ظرفیت د حرارتي برېښنا د تولید فابریکه، د مس عینک د سړک جوړېدل او په افغانستان کې دننه د مسو پروسس، د چین له ام سي سي شرکت سره د لوګر د مس عینک د کان د تړون مهم موردونه دي.

د لوګر مس عینک د کابل په ۳۰ کیلومټرۍ کې دی او له کلونو راهیسې یې کار په ټپه ولاړ دی.
د پخواني تړون پربنسټ، له دغه کانه د مسو په استخراج سره، چینایی شرکت مکلفه دی، چې افغان حکومت ته په کال کې ۴۰۰ مېلیونه ډالره ورکړي.
       
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم په دې هکله وايي:«د چین ام سي سي د کانونو او پټرولیم وزارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي او چمتووالی یې ښودلی، چې ځينې مسایل سره شریک کړي چې په هغه هکله خبرې کېږي او دغه مسایل به حل او فصل شي.»

د اقتصادي چارو د ځینو شنونکو په بارو، امنیتي ننګونې او د لوګر د مس عینک کان په ساحه کې د لرغونو آثارو شتوالي د دغه کان استخراج څوکاله وځنډاوه.
 
د اقتصادي چارو شنونکي شاګریعقوبي وویل:«نه کېږي چې د اقتصادي وضعیت د مخته بیولو او سترو پروژو او ګټې اخیستنې ته د هغو د سپارنې لپاره خبرو ته زړه ښه کړو، سترې ګټې لویو اقتصادي پروګرامونو ته اړتیا لري.»

د کانونو او پټرولیم وزارت په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د چین له ام سي سي شرکت سره د لوګر د مس عینک کان تړون لاسلیک کړ او د دغه تړون پربنسټ چینایي شرکت باید په لومړي پړاو کې پر دې پروژې د دوه نیم مېلیارده ډالرو په پانګونې سره د استخراج بهیر پېل کړی وای.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وایي، چې د لوګر د مس عینک د پروژې د کار د پېلېدو لپاره له چین سره خبرې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه