Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو ډېرېدو اندېښنې راپورته کړي

د صنایعو او کانونو خونه وايي، په نړۍ کې د انرژي بیې له لوړېدو سره، د تېر کال پرتله پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د لېږد کچه څو برابره ډېره شوې ده.

د صنایعو او کانونو خونې د رییس سخي احمد پیمان په باور، پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو ډېرېدو او د هېواد په بازارونو کې د سکرو بیې لوړېدو د کارخونو مسوولان اندېښمن کړي.

ښاغلي پیمان په‌دې اړه وویل: «په نړۍ کې د تېلو بیې له لوړېدو سره د تېرو دریو یا څلورو میاشتو پرتله پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات د پام وړ ډېر شوي او بل لور ته له بده مرغه کورني مصرف کوونکي په تېره صنعت‌کاران د سکرو ډبرو د بیې له ۷۰ یا ۸۰ سلنې لوړېدو سره مخ شوې دي.»

پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو له ډېرېدو سره د کابل په بازارونو کې د سون توکو بیې هم لوړې شوي. د سکرو ډبرو یو شمېر پلورونکي وايي، د ډبرو سکرو په هر ټن کې شپږ سره افغانۍ توپیر راغلی چې د نورو کلونو پرتله سل سلنه ډېروالی په ګوته کوي.

د جلیل په نوم د ډبرو سکرو یو پلورونکي طلوع‌نیوز ته وویل: «د سکرو ډبرو تړون داسې شوی چې ټول د پاکستان لور ته ځي او په همدې خاطر یې په هېواد کې بیه لوړه شوې ده.»

د شاه‌پور په نوم د ډبرو سکرو یو بل پلورونکی وايي: «د ډبرو سکرو د بیې لوړېدو یوازېنی دلیل دا دی چې زموږ د هېواد د ډبرو سکاره پاکستان ته لېږدول کېږي، کومه بله ستونزه نه‌شته.»

بل‌پلو د اقتصادي چارو کارپوه وايي، په نړۍ کې د تېلو بیې لوړېدو له کبله، پاکستان هڅه کوي چې د اړتیا وړ انرژي له ډبرو سکرو بشپړه کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «اوس‌مهال چې د تېلو او اوبلنو ګازو بیه لوړه شوې، د ډبرو سکرو ته ډېره اړتیا ده او همدا دلیل دی چې له افغانستانه ورلېږدول کېږي او د نورو کلونو لپاره به هم ورته اړتیا وي.»

د ډبرو سکرو ډېری کانونه په پوړیز ډول په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، دایکنډي، جوزجان، بادغیس او هرات ولایتونو کې موقعیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه