د کانونو او پټرولېم وزارت وايي، د عینک د مسو کان د استخراج لپاره لا زیاتې برېښنا ته اړتیا ده.
د دغه وزارت سرپرست زیاتوي چې له دغه کان څخه د مسو د استخراج لپاره یې د برېښنا د برابرولو په موخه په بامیانو ولایت کې د ډبرو سکرو یو کان چې چارې یې د چینایي «اېمسيسي» کمپنۍ لهخوا پر مخ وړل کیږي ځانګړی کړی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي: «څلور سوه مېګاواټه برق به جوړېږي، د دې لپاره په بامیانو کې د ډبرو سکاره تخصیص شوي دي او هغه موږ د دوی لپاره ساتلي دي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د ولایتونو د کانونو او پټرولیم ادارو د رییسانو په ستاینغونډه کې په ډاګه کړه، هېچا ته به په ناقانونه توګه د کانونو کېندونو ته اجازه ور نهکړ شي.
ښاغلی دلاور زیاتوي: «استخراج، اکتشاف، پروسس دا به ټول په افغانستان کې کېږي.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، د مس عینک پروژې د چارو په پیلېدو سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو کارپوه شاکر ابراهیمي وايي: «د لوګر میس عینک پر کان پانګونه کولای شي د ټولنې څه باندې پنځه زرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او دا یې یو له مثبتو اغېزو څخه دی چې پر بنسټ یې هېواد مهم رول لوبوي.»
د کابل د صنایعو او کانونو خونې اجراییو رییس محمد کریم عظیمي وايي: «په هېواد کې د کانونو د موادو پروسس زموږ د کانونو د بیو لوړوالي سبب کېږي.»
د لوګر د مس عینک د کان د کېندنې تړون په ۲۰۰۸ کال کې له چینايي ام سي سي شرکت سره لاسلیک شو، خو لا تر اوسه یې د راوېستنې چارې نه دي پیل شوي.
په دې اړه مو اندونه