د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، چې تر د خواف - هرات د اوسپتنې پټلۍ د درېیمې برخې کار به د راروانو دوو اوونیو په لړ کې پای ته ورسېږي.
د دې ادارې ویاند وایي، چې ډېر ژر به د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې یو پلاوی د لېږد چارو او د ریل پټلۍ په برخه کې د همکاریو د پېلېدو په موخه ایران ته سفر وکړي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع درانی وايي:«په پام کې ده دغه پلاوی به نږدې ورځو کې ایران هېواد ته سفر وکړي او هلته به په مشخصو موضوعاتو چې هغه رېلي همکارۍ دي، د انتقالاتو بیا پیل دی او درېیمه موضوع د ایران د رېل ګاډو تولیدي فابریکو لیدنه ده.»
بل خوا د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ د کار په بشپړېدو سره به، سوداګریز توکي په کمه موده کې هېواد ته راورسېږي او ورسره به د توکو د لېږد لګښت هم کم شي.
د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان څرګندوي:«دا به د وخت او لګښت کموالي کې د مالونو په لېږد کې ګټور وي، په ځانګړې توګه ایران ته د افغانستان د کانونو د صادراتو او زموږ د هغو توکو د لېږد برخه کې چې افغانستان ته راوړل کېږي.»
د اقتصادي چارو شنونکی دریاخان بهیر هم وايي:«دا د دې لامل کېږي، چې د صادراتو او وارداتو لګښتونه او مخارج راکم شي او همداراز د سرکونو استهلاک څخه هم مخنیوی کېږي.»
اوسمهال افغانستان د اوسپنې درې فعالې پټلۍ لري او خپل صادراتي او وارداتي توکي د حیرتان، اقینې، او تورغنډۍ بندرونو له لارې لېږدوي.
په دې اړه مو اندونه