Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د ګمرکونو د عوایدو زیاتوالی

د مالیې وزارت وايي چې په تېرو ۱۱میاشتو کې، د هېواد له ګمرکونو ۱۰۰ مېلیارده افغانۍ عواید راټول کړل شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل:«په ګمرکونو کې په بې مخینې توګه د عوایدو زیاتوالی د دې ښودونکی دی، چې د هېواد په ګمرکونو کې مسکلي او ژمن کدرونه ګومارل شوي دي، د فساد کچه صفر ته رسېدلې او په ګمرکي چارو کې بشپړه رڼتیا رامنځته شوې ده.»

ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه، د فساد کموالی او د ګمرکي لګښتونو کموالی د دغو عوایدو د زیاتوالي لامل بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«زموږ ډېری واردات د شمال له لارې، د هرات له لارې هم کېږي. او د تورخم له لارې هم کېږي، او د چمن له لارې زموږ ټرانزیټ، هغه توکي چې له کراچۍ راځي له همدغو دوو بندرونو راځي او له عباس بندره توکي نیمروز او هرات ته راځي او همدارنګه د سون ټول توکي او خوراکي توکي چې موږ یې له شماله راوړو، د حیرتان، اقینې او تورغنډۍ له لارې راځي.»

بل خوا، یو شمېر سوداګر له اسلامي امارته غواړي چې د هېواد په بندرونو کې اسانتیاوې ډېرې کړي او د تازه مېوې او سبزیجاتو تعرفه کمه کړي.

سوداګر زلمی عظیمي څرګندوي:«موږ له اسلامي امارته دا غوښتنه لرو چې زموږ سوداګریزې اړیکې چې له ګاونډیو هېوادونو سره یې لرو، وده ورکړي چې زموږ عواید نور هم زیات شي.»

بل سوداګر امید حیدري هم وايي:«د ګمرکونو او مالیې وزارت له مشرتابه دا هیله لرو چې د افغانستان د وارداتي مېوو او سبزیو تعرفې کمې کړي او د مېوو او سبزیو تعرفې موسمي کړي.»

افغانستان د خپلو عوایدو ډېره برخه له ګمرکونو ترلاسه کوي او تر ټولو زیات دغه عواید د تورخم، اسلام کلا او حیرتان له بندرونو راټولېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه