Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو پر کنګلېدو د ملا برادر نیوکه

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر وايي چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته خپلې ژمنې عملي نه کړې او د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړې.

ښاغلي برادر د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مراسمو کې د وینا پر مهال د افغانستان د شتمنیو د کنګل پاتې کېدو نیوکه وکړه.

ملا عبدالغني برادر په دې هکله وویل:«د افغان ملت شتمني یې په ناروا ډول کنګل کړې ده. له دې پورته ناروا عمل یې دا ده چې نوره نړۍ یې هم اختطاف کړې ده.»

له بل لوري اقتصاد وزارت وايي، پر بانکي چارو محدودیتونه، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او د پراختیايي مرستو پرې کېدل د دوحې هوکړې خلاف دي او دغو چارو د هېواد پر اقتصاد هم منفي اغیز کړی دی.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي:«د نړۍوالې ټولنې په بیړه د ټولو مرستو درېدل، په سترو اقتصادي برخو لکه، بې وزلي، بې کارۍ، کورني تولید، بهرنیو او کورنیو سوداګریزو او فعالیتونو او پانګونو ناوړه اغېزه کړې ده.»

له څه باندې یوه کال راهیسې افغان سوداګر هم د خپل کاروبار په تړاو له هېواده د پیسو وېستنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، لګول شویو بندیزونو د هېواد اقتصاد ټکنی کړی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند هم څرګنده کړه:«که چېرې د دوحې تړون له دواړو لورو عملي شوی وای، موږ به د بانکي ستونزو شاهد نه وو؛ خو اوس تاسې وینئ چې افغانستان له بندیزونو، بانکي ستونزو سره مخ دی.»

ملګرو ملتونو ویلي چې، په تېرو اتلسو میاشتو کې د افغانستان داخلي ناخالص تولید له دېرشو تر ۳۵ سلنې راکم شوی او په وینا یې اوس ډېری افغانان د لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو وس نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه