په کابل کې د ورېښمو تر سرلیک لاندې د ښځو د لاسي تولیداتو نندارتون جوړ شو.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پهدې نندارتون کې د هېواد له ګوټ-ګوټ څخه د سوداګرو مېرمنو لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجراییه رییسه سلما یوسفزۍ وايي: «د دې نندارتون اصلي موخه دا ده چې موږ وکولای شو، سوداګرۍ مېرمنې لا ډېرې وهڅوو. د هغوی تولیدات له نږدې وګورو او د هغوی په کیفیت جوړونه کې کار وکړو. لومړی د افغانستان بازارونه تر پوښښ لاندې ونیسو بیا یې نړیوالو بازارونو ته وپېژنو.»
بلخوا د دې نندارتون ګډونوالې وایي، د نندارتونونو جوړېدل د کورنیو د اقتصاد په پیاوړتیا او د سوداګریزو فعالیتونو په پراختیا کې مهمه ونډه لري.
سوداګره مدینه ساپۍ وايي: «کله چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، دوی په لاس د توکو ګنډلو او خیاطۍ ته مخه کړه او اوس دوی په خیاطۍ او خامک ګنډلو بوختې دي او د دوی لپاره د عاید یوه ښه سرچینه ده.»
یوه بله سوداګره وجیهه احمدي زیاتوي: «په فراه کې ډېر لاسي توکي تولیدېږي او پهدې ولایت کې ښځې ډېر د لاسي صنایعو او غالیو ګنډلو کار کوي.»
اخوا د اقتصاد وزارت د ښځو د لاسي صنایعو د نندارتونونو جوړول د ښځو د ځان بسیاینې او د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره مهم بولي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري زیاتوي: «دې ته ورته نندارتونونه کولای شي د خلکو په اقتصادي وده او له کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې برخو کې مهم رول لري. د اسلامي امارت هڅه هم دا ده چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي او افغانستان له خپلو کورنیو ظرفیتونو څخه په ګټنې او ځان بسیاینې لور ته حرکت وکړي.»
د هېواد د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د دې خونې په وروستۍ سروې کې په دې خونه کې په سوداګریزو او تولیدي برخو کې ۵۸ زره ښځې ثبت شوې وې، خو اوس د سوداګرو ښځو شمېر کم شوی دی.
په دې اړه مو اندونه