د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د دې خونې د سخاوت صندوق لغوه شوی او سوداګر په روژې میاشت کې په انفرادي توګه له اړمنو سره مرسته کوي.
دغه خونه د سوداګرو د مرستو د اندازې په اړه څه نه وایي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی زیاتوي: «سوداګر او پانګونه کم شوي، ځکه چې کاروبار ښه نهدی او بل پلو خپله مرسته کوي.»
په ورته مهال یو شمېر کابل میشتي وایي چې د پیشلمي او روژه ماتي لپاره مناسب خواړه نهلري او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
۴۵ کلن کریمالله چې د لاسي کراچۍ په وسیله خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، وايي، د روژهماتي او پیشلمي لپاره د ښو خوړو د برابرولو وس نهلري.
د کابل اوسېدونکی کریمالله وايي: «ښه خواړه نهشته، شپه او ورځ ډوډۍ خورو او چای څښو، اوس هم د ورځې له خوا کار کوم او کراچۍ چلوم.»
د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارت او سوداګرو غواړی چې، پهدې مبارکه میاشت کې د بېوزلو کورنیو لاسنیوی وکړي.
د کابل اوسېدونکی علي مدد وايي: «د رمضان میاشتې لومړۍ ورځ ده، ډوډۍ او چای مو وڅښل، د شپې مو کچالو وخوړل، له سوداګرو غواړو چې د رمضان په مبارکه میاشت کې له موږ سره مرسته وکړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالله وايي: «دا د رمضان مبارکه میاشت ده، روژه ماتي او پېشلمي ته ته ډوډۍ نهلرو.»
په تېرو کلونو کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې په روژې میاشت کې له بېوزلو سره د خوراکي توکو مرستې کولې، خو اوس داسې ښکاري چې دغه پروګرام لغوه شوی دی.
په دې اړه مو اندونه