Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له یوه خصوصي شرکت سره د خوست د کرومایټ ډبرې د استخراج تړون لاسلیک کېدل

د خوست د کانونو او پترولیم ریاست د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په لنډي روغه سیمه کې یوه خصوصی شرکت ته د کرومایټو ډبرو د یوه کان استخراج په پنځه کلن قرارداد ورکړ.

مسوولان وایي د تړون پر بنسټ دغه شرکت په راتلوونکو پنځه کلونو کې به ۱۱ زره او ۳۰۰ ټنه د کرومایټو ډبرې استخراجوي چې له دې لارې به د حکومت په خزانه کې نږدې ۱۱۹ مېلیونه افغانۍ عواید زیات شي.

د خوست د کانونو رییس مولوي صادق جان وايي:«د دغه کان ټولیز شمېر ۱۱زره او ۳۰۰ ټنه دی چې په راتلوونکو پنځو کلونو کې به اسلامي امارت ۱۱۸ مېلیونه او ۶۵۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کړي.»

د خوست مرستیال والي محمد انور دین پرور څرګندوي:«د دغه کان ساتنه د دولت په غاړه ده. الحمدالله اسلامي امارت له پلي لارې نیولې د سړک او موټرسایکل تر لارو د لاس اوږدولو مخه نیولې ده.»

د دغه کان د استخراج پر مهال به د سیمې ۲۰۰ ځایي اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د خوست د کانونو رییس صادق جان په دې هکله زیاتوي:«اوس درې نور تړونونه هم لرو. دوه کانونه په ګربز کې دي او یو کان هم په ټنۍ ولسوالۍ کې دی.»

د سیمې اوسېدونکی غفور وايي:«موږ خوشحاله یوو چې دا کار موږ ته وشي، بې وزلو ته د کار زمینه برابرېږي.»

د سیمې بل اوسېدونکي محمد رفیق هم وویل:«زموږ ځوانانو ته باید کاري زمینه برابره شي او زموږ ځوانان باید کار وکړي، ځکه ډېری دغه طبقه بې کاره ده.»

مسوولین وایي، قراردادي شرکت به د دغه کان د استخراج لپاره په ټاکل شوې کاري موده کې په سیمه کې اته سوه زره افغانۍ د چاپېریال په ښکلا او په ځینو ټولنیزو خدمتونو ولګوي.

د خوست ځايي چارواکي وايي چې د دغه کان د استخراج پر مهال به د سیمې ۲۰۰ ځایي اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه