Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پیسو په اخیستو کې د مرکزي بانک د اعلامیې پر نه پلي کېدو د هېوادوالو نیوکه

ځينې هېوادوال د مرکزي بانک د هغې اعلامیې پر نه پلي کېدو نیوکه کوي چې پر بنسټ یې له خصوصي بانکونو د پیسو د اخیستو کچه لوړه شوې ده.

هغه هېوادوال چې د هېواد په خصوصي بانکونو کې حسابونه لري، له د افغانستان بانکه غواړي چې دغه اعلامیه عملي کړي.

د خصوصي بانکونو ځينې پېرودونکي وایي، چې د افغانستان بانک په اعلامیه کې د پيسو د را ایستو کچه تر ۵۰ زره افغانیو ټاکل شوې وه، خو تر اوسه د دغو بانکونو پېرودونکي نه شي کولای چې د افغانستان بانک د اعلامیې پر بنسټ خپلې پیسې ترلاسه کړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالقدوس وايي:«هغه پیسې چې اخلو یې لاهم ډېرې کمې پیسې دي. یعنې په دې معنا چې کچه یې دوه سوه ډالره دي، دوه سوه ډالره د لسو ورځو په اوږدو کې.»

بل خوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي له د افغانستان بانکه غواړي چې له خصوصي بانکونو نه د پیسو د را اېستو په برخه کې د دوی ستونزې حل کړي.

د کابل اوسېدونکي اجمل وویل:«اته بجې راځوو د رسمیات تر ساعته، تاسې په خپله له نږدې وینئ چې ډېر خلک دي. چا ته نوبت رسېږي او چا ته نه رسېږي. څوک چې ناوخته راشي همدا سبا ته یې نوم رسېږي.»

د کابل بل اوسېدونکی جمال ناصر هم څرګنده کړه:«زما غوښتنه همدا ده چې په خپل وخت هماغه ټاکل شوې پیسې، باید له کومې خبرې پرته موږ ته راکړي چې د خپلې ټولنې اړتیاوې پرې کړي چې وکړای شي پېرودونکي یې ورځ په ورځ زیات شي.»

بل خوا، د اقتصادي چارو شنونکي پر دې باور دي، چې د بانکونو د لا ښه فعالیت لپاره باید خلکو ته نورې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي په دې هکله وايي:«هر بانک چې دا ډول سرغړونه کوي، کولای شي چې د هغه بانک پر نوم او شهرت منفي اغېزه ولري. د افغانستان مالي نظام اعتماد ته زیان رسوي.»

د افغانستان بانک په دې تړاو له موږ سره خبرې ونه کړې.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د دغه بانک په یوې اعلامیه کې له بانکونو نه د پیسو د را اېستو کچه لوړه شوه، خو تر اوسه د بانکونو له لوري دغه اعلامیه نه ده عملي شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه