د کورنیو پانګوالو لهخوا د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې یو صنعتي ښارګوټی جوړ شو.
پانګهوال د دې ښارګوټي د جوړېدو موخه، سوداګرو او د پلازمېنې اوسېدونکو ته د اسانتیاو برابرول بولي او وايي، دغه ښارګوټی د نساجۍ، تېلو، پلاسټیکي پایپ او همداراز د تازه مېوې او سبزیجاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو برخې لري.
پانګهوال نصیر احمد انصاف وايي: «موږ دلته د نساجۍ، تیږو، پلاستیک او پایپ تر څنګ دوه سترې سړې خونې هم په پام کې نیول شوي چې هم د تازه میوو او هم د تازه ترکاري لپاره ترې ګټه واخیستل شي.»
د کابل والي محمد قاسم خالد زیاتوي: «اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې موږ او تاسو خپل هېواد ته په هره برخه کې پرمختګ ورکړو، زموږ او ستاسو هېواد باید پر ځان بسیا شي، هم د صادراتو او هم د وارداتو له لارې نه.»
ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له سوداګرو ملاتړ کوي او په بهر کې یې له مېشتو افغان پانګهوالو هم غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او په بیلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرتالله جمال وايي: «موږ مو قدر ته قایل یوو چې تاسو یو څه تولید کړئ او زما تولیدات صادرات ولري. دا زما د هېواد ویاړ او اقتصاد دی او دا په بهر کې زما د هېواد د ورپېژندلو په مانا ده.»
له بللوري د څرخي پله د صنعتګرو ټولنې رییس د دې ډول ښارګوټو جوړېدل د اقتصاد په وده کې مهم بولي او له هېوادوالو هم غواړي چې کورني تولیدات وکاروي.
د پلچرخي د صنعت ګرو ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وايي: «په تاسو باندې مو دا حق دی چې کله ښار ته ځو له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه واخلو، دا فکر باید پیدا کړو.»
تر دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۳۹ صنعتي پارکونو د جوړېدو چارې روانې دي او دمګړۍ افغانستان ۵۰ ډوله توکي توليدوي او پهدې برخو کې پر ځان بسیا دی.
په دې اړه مو اندونه