Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان بانک سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره لېدلي

د افغانستان بانک سرپرست هدایت‌الله بدری په کابل کې د چین له سفیر وانګ یوو سره په لېدنه کې د بانکي، سوداګریزو او اقتصادي مسایلو په تړاو خبرې اترې کړې دي.

د دې بانک ویاند وايي، په‌دې کتنه کې دواړو لوریو د کابل او بېجېنګ تر منځ د اقتصادي اړیکو د ښه کېدو په تړاو هم خبرې کړې دي.

حسیب‌الله نوري وايي: «په‌دې ناسته کې دوړه اړخیزو همکاریو په اړه ټینګار وشو او دغه همکارۍ د اقتصاد په برخه کې د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې وبلل شوې.»

ورته مهال، یو شمېر سوداګر وايي، افغان سوداګرو ته د چین د ویزې نه ورکړه او د صادراتي توکو پر وړاندې ستونزې هغه ننګونې دي چې افغان سوداګر ورسره مخ دي.

سوداګر محبوب‌الله محمدي وايي: «د چین بازار چې له څو لسیزو راهیسې د هېواد صادراتو یانې جلغوزې لپاره ستر بازار و، خو بیا هم سوداګر په بېلابېلو برخو کې له سترو ننګونو سره مخ دي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې دم‌ګړۍ په هېواد کې چینايي پانګوالو ته د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

د اقتصادي چارو کارپوره روح‌الله احمدزی وايي: «په افغانستان کې چین ته له نړۍ‌وال سیال پرته د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده چې ډګر ته راشي او د میس عینک، حاجي ګک او نورو کانونو د استخراج برخه کې عملي ګامونه واخلي.»

تر دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې چین په تېر یو نیم کال کې په افغانستان کې شاوخوا دوه مېلیارد ډالره پانګونه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه