د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې د کابل یو شمېر خیاطان او د ټوکر پلورونکي د خپل کاروبار پیکه کېدو ته اندېښمن دي.
دوی وايي، د خلکو د اقتصادي وضعیت په خرابېدو سره د دوی پر کاروبار هم سیوری غوړېدلی دی.
برهانالله چې د خپلې کورنۍ یوازېنی ګټيالی دی، له پنځه دېرشو کلونو راهیسې خیاطي کوي. دی د خپل کارو بار د ځوړ لامل د هېوادوالو اقتصادي ستونزې ګڼي.
خیاط برهان وايي: «د تېرو کلونو پرتله په کار کې ډېر بدلون راغلی دی، کمیس پرتوګ اوس خلک ډېر کوي، مخکې پطلون هم خلکو اوغوسته، خو اوس د خلکو اقتصاد کمزوری شوی دی.»
خیاط جمال الدین وايي: «مخکې کار ډېر و او پېردونکي به هم ډېر و.»
یو بل خیاط عبدالله وايي: «مالیه دې لږ راکمه شي، څو موږ وکولای شو، خپل هېواد ته یو څه ښه څیز راوړو او خلکو ته یې ګټه ورسېږي.»
له دې سره سم، د کابل په یوې بلې برخه کې د جامو پلورونکي هم د خپل کارو بار پیکه کېدو ته اندېښمن دي.
د ټوکر پلورونکی عبدالفتاح وايي: «په ټوله کې بازار خراب شوی دی، زموږ د محفلونو کار دی، که د چا محفل وي، راځي لباس اخلي، خو څوک یې شوقي نه اخلي.»
د ټوکر پلورونکی عبدالفهیم وايي: «دمګړۍ کاروبار کم دی، دومره کېږي چې د هټۍ او د شاګردانو لګښتونه پرې بشپړ کړو، له دې ډېر نه کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د لوی اختر په رارسېدو سره خلک په شور او ځوږ سره د جامو پر پېرلو بوخت وو، خو اوس وايي، سږ کال په هېواد کې د بېوزلۍ او ننګونو له امله اختر په ښه توګه نهشي نمانځلی.