Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانونو وزارت: کورنیو شرکتونو سره د روزګان څلورو کانونو تړونونه لاسلیک شول

د کانونو او پټرولیم وزارت په روزګان ولایت کې د څلورو کانونو د تړونونو له لاسلیکولو خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند وایي، د روزګان د فلورایټ او فیروزې کانونو تړونونه له څلورو کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي او یاد شرکتونه باید د تړون شرایطو ته په پام کانونه استخراج کړي.

همایون افغان په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «د روزګان د فلورایټو د دریو او د فیروزې یو کان داوطلبي په روڼ ډول تر سره شوه، په‌دې داوطلبۍ کې له ۲۵ شرکتونو د احمد سبحان شرکت د روزګان د فلورایټو د دوو کانونو ګټونکی اعلان شو.»

له دې سره سم، د کانونو او صنایعو خونه وايي، د کانونو د تړونونو ورکړه باید په راڼه توګه تر سره شي او همداراز ګټونکي شرکتونه باید د یادو کانونو د پروسس چارې په کور دننه ترسره کړي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «د دې وخت راسېدلی چې د هېواد کانونه داوطلبۍ ته وړاندې او استخراج شي او داسې شرکتونو ته وسپارل شي چې وړتیا او ژمنتیا  ولري او په افغانستان کې پروسس شي، همداراز کورنيو شرکتونو ته باید لومړیتوب ورکړل.»

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، تېر کال د ۴۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان معدني مواد نورو هېوادونو ته صادر شوي او په وینا یې که د کانونو په راوېستنې کې اسانتیاوې رامنځ‌ته شي؛ نو هېوادوالو ته د کاري زمینو له برابرېدو سربېره به د هېواد عواید هم ډېر شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «هڅې روانې دي چې په سترو کانونو باندې کار پیل شي، څو وکولای شو چې د سترو کانونو استخراج په تخنیکي ډول پیل کړو، خو لکه د تېلو او نور کانونه چې بهرنیان یې استخراجوي، هغوی ته دې هم جدي پاملرنه وشي.»

تر دې مخکې هم د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې هم د نفرایت د دوو کانونو تړونونه دوو کورنیو شرکتونو ته ورکړل شوي دي.

د کانونو او صنایعو خونه وايي، د کانونو د تړونونو ورکړه باید په راڼه توګه تر سره شي او همداراز ګټونکي شرکتونه باید د یادو کانونو د پروسس چارې په کور دننه ترسره کړي.

تصویر بندانگشتی

د کانونو او پټرولیم وزارت په روزګان ولایت کې د څلورو کانونو د تړونونو له لاسلیکولو خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند وایي، د روزګان د فلورایټ او فیروزې کانونو تړونونه له څلورو کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي او یاد شرکتونه باید د تړون شرایطو ته په پام کانونه استخراج کړي.

همایون افغان په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «د روزګان د فلورایټو د دریو او د فیروزې یو کان داوطلبي په روڼ ډول تر سره شوه، په‌دې داوطلبۍ کې له ۲۵ شرکتونو د احمد سبحان شرکت د روزګان د فلورایټو د دوو کانونو ګټونکی اعلان شو.»

له دې سره سم، د کانونو او صنایعو خونه وايي، د کانونو د تړونونو ورکړه باید په راڼه توګه تر سره شي او همداراز ګټونکي شرکتونه باید د یادو کانونو د پروسس چارې په کور دننه ترسره کړي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «د دې وخت راسېدلی چې د هېواد کانونه داوطلبۍ ته وړاندې او استخراج شي او داسې شرکتونو ته وسپارل شي چې وړتیا او ژمنتیا  ولري او په افغانستان کې پروسس شي، همداراز کورنيو شرکتونو ته باید لومړیتوب ورکړل.»

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، تېر کال د ۴۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان معدني مواد نورو هېوادونو ته صادر شوي او په وینا یې که د کانونو په راوېستنې کې اسانتیاوې رامنځ‌ته شي؛ نو هېوادوالو ته د کاري زمینو له برابرېدو سربېره به د هېواد عواید هم ډېر شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «هڅې روانې دي چې په سترو کانونو باندې کار پیل شي، څو وکولای شو چې د سترو کانونو استخراج په تخنیکي ډول پیل کړو، خو لکه د تېلو او نور کانونه چې بهرنیان یې استخراجوي، هغوی ته دې هم جدي پاملرنه وشي.»

تر دې مخکې هم د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې هم د نفرایت د دوو کانونو تړونونه دوو کورنیو شرکتونو ته ورکړل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه