Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زاړه بانک‌نوټونه لا هم د هېوادوالو لپاره ننګوونکي دي

د کابل ځينې اوسېدونکي وايي د دې سره، سره چې نوي چاپ شوي بانک‌نوټونه بازار ته عرضه شوي؛ خو لاهم په بازارونو کې په راکړه ورکړه کې زړې پیسې استفاده کېږي.
 
هېوادوال له مرکزي بانک څخه غواړي چې له بازارونو د زوړ بانک‌نوټونو د راټولولو په برخه کې ډېره هڅه وکړي.

قصاب محمد شفیع وايي:«څيرې او زړې افغانۍ لا هم چلښت لري. موږ ډېر په غذاب یوو. موږ کله چې له یو کس نه زر افغانۍ واخلو او پاتې پیسې یې چې مخکې مو له خپل بل پېرودونکي اخسیتي دي ورکړو، ورسره په جنجال کې یوو. هغوی وايي چې پیسې زړې دي.»

د سړک پر غاړه د توکو پلورونکي شیرین آغا هم په دې هکله وویل:«په بازار کې زړې پیسې ډېرې دي، که‌چېرې شونې وي چې ژر تر ژره ټولې کړل شي او نوې پیسې راشي ښه به وي. خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي. که‌چېرې زړې پیسې وانه‌خلي، هم یوه ستونزه ده او که واخلي هم.»

بلوا، د اسلامي امارت چارواکي وایي، چې د هېواد له بازارونو د زړو پيسو د راټولولو لپاره نوې پیسې چاپ شوي او د تزریق بهیر یې هم روان دی.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، چې نوې چاپ شوې پیسې دې ته په پام سره بازار ته وړاندې کېږي، چې انفلاسیون رامنځته نه‌شي او په بازار کې د افغانیو ارزښت ته زیان ونه رسېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«تاسې خبر یاست چې په افغانستان کې پیسې ډېرې زړې شوې وې او د استفادې وړ نه وې. د هغې په بدل کې به په بازار کې پیسې ووېشل شي. د انفلاسیون نه‌رامنځته کېدل هم په پام کې نیول شوي، څو پیسې له اړتیا زیاتې نه وي. همدارنګه د افغانیو ارزښت هم وساتل شي. دا اقدام په ډېر احتیاط سره شوی دی.»

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي:«په بازار کې د نویو افغانیو تزریق د مرکزي بانک د ځانګړې کړنلارې پر بنسټ عملي کېږي. دم‌ګړۍ په ټولو خصوصي بانکونو او د افغانستان بانک په ټولو نماینده‌ګیو کې د زړو پیسو د بدلولو بهیر جریان لري.»

بل پلو د اقتصادي چارو ځيني شنوونکي د زړو پیسو راټولول او د نویو پیسو تزریق یو مهم ګام بولي، خو ټینګار یې دا دی، چې د دغه بهیر د عملي کېدو په برخه کې باید فساد ونه شي څو په بازارونو کې د پیسو اندازه زیاته نه‌شي.

د اقتصادي چارو شنوونکي سید مسعود وویل:«د زړو پیسو د راټولو لپاره د نویو پیسو چاپ په ټول کې ښه کار وشو؛ خو د دغه بهیر کنټرول او څارنه باید فوق‌العاده وي. که‌چېرې موږ فوق‌العاده کنټرول او څارنه رامنځه نه‌کړو، د افغانیو بانک‌نوټونو ارزښت به په پام کې دی او اندېښنه موجوده ده چې راټیټ نه‌شي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه