Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بار وړونکو موټرو د فعالیت نوبتي کېدو سوداګر تر کندهاره ورسول

ځینې سوداګر د ټرانسپورټ وزارت له لوري د بار وړونکو موټرو د فعاليت نوبتي کېدل، د سوداګرۍ د پراختیا پر زیان بولي.

دوی چې د دغې ستونزې د حل په موخه کندهار ته تللي دي، وایي چې د اسلامي امارت له مشرانو سره یې په لیدنه کې د دغې ستونزې د حل ډاډ ترلاسه کړی دی.

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ رییس، رحمت الله نظري د دغې پرېکړې په اړه وویل: «زموږ ستونزه د ټرانسپورټ وزارت سره ده چې زموږ لپاره یې د کمیسیون په نوم یوه شمېره جوړه کړې چې د سوداګرو د ځورېدو او سوداګرۍ د فلج کېدو لامل شوې ده.»

سوداګر، خلیل احمد پيام هم وویل: « موږ خپلې غوښتنې د اسلامي امارت مسوولینو ته وړاندې کړې چې دغه ستونزې صنعتي کارخونې، سوداګري او صادرات او واردات لمنځه وړي.»

یو شمېر نور سوداګر وایي چې کندهار کې يې د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي او غوښتني يې د اسلامي امارت تر مشره رسېدلي، چې د هواري ډاډ يې ورکول شوی دي.

په کندهار کې سوداګر، نثاراحمد منيب په دې اړه داسې وویل: « موږ خپلې غوښتنې تر چارواکو رسولي او له ټولو خواوو راته د ستونزو د حل ژمنه راکړل شوې ده.»

د هرات د خوراکي توکو د پلورونکو ټولنې رییس، حافظ الله حکمت هم وویل: « د خصوصي سکټور په استازولۍ مو یو ۱۶ کسیزه پلاوی مو وټاکه او لیست مو وسپاره او امیرالمومنین ته رسېدلی دی.»

د اسلامی امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم وايي، چې کندهار ته د راغلو سوداګرو ستونزو ته د رسيدنې هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبيح الله مجاهد په دې اړه وویل: « د دغو سوداګرو ستونزو ته رسېدنه کیږي او ستونزې یې چارواکو ته رسېدلي دي چې په دې اړه خبرې وشي.»

د سوداګرو په خبره، د ټرانسپورټ وزارت پرېکړه کړې چې ټول ټرانسپورټي شرکتونه اړ دي د خپلو سوداګریزو توکو لېږد را لېږد د یوه ټاکل شوي کمیسیون تر څارنې لاندې ترسره کړي، خو دوی دغه پرېکړه د سوداګرۍ په زیان او د توکو د بیو د لوړېدو لامل بولي.

سوداګر چې د دغې ستونزې د حل په موخه کندهار ته تللي دي، وایي چې د اسلامي امارت له مشرانو سره یې په لیدنه کې د دغې ستونزې د حل ډاډ ترلاسه کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه