Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خان اغا ګلزاد: څه باندې ۱۰۰۰ کانټینرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي

په چین کې د افغان بار وړونکو ټولنې رییس خان اغا ګلزاد، طلوع‌نیوز سره په خبرو کې وايي چې اوس هم افغان سوداګر په کراچۍ بندر کې له ستونزو سره مخ دي او له ۱۰۰۰ ډېر کانټینرونه یې په دغه بندر کې بند پاتې دي.

ښاغلی ګلزاد زیاتوي چې په کراچۍ بندر کې د افغانستان پر سوداګریزو توکو بندیزونو سوداګر زیانمن کړي او اسلامي امارت باید دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

خان اغا ګلزاد وايي:«په کراچۍ بندر کې د پاکستان له لوري چې کومې ستونزې افغان سوداګرو ته رامنځته شوې دي د زغملو نه‌دي او لا هم په دې بندر کې څه باندې ۱۰۰۰ کانټینرونه ولاړ دي او ورته اجازه نه‌ورکول کېږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال وايي، چې پاکستان باید په سوداګریزو توکو باندې لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند څرګندوي:«د دې ستونزو حل لپاره باید هم د افغانستان او هم د پاکستان حکومت هڅه وکړي او دغه ستونزې له منځه یوسي او سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال زیاتوي چې اسلامي امارت په بېلابېلو هېوادونو کې د سوداګرو ستونزو حل ته ژمن دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال وویل:«اوس‌مهال څه باندې ۳۰۰ کانټینرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي او په دې تړاو له پاکستان سره زموږ خبرې روانې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د لړم میاشتې په لړ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کېدو په موخه دغه هېواد ته سفر کړی و، چې په پایله کې يې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۳ زره کانټینرونو ته د لېږد اجازه ورکړل شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه