Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان: تېر کال کې د ۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت ګران بیه ډبرې صادرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د څه باندې ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ګران بیه ډبرې نورو هېوادونو ته صادرې شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، اخند زاده عبدالسلام جواد وایی د افغانستان ګرانه بیه ډبرې تر ډېره پاکستان، چین، ازبېکستان، سویزرلنډ، متحده عربي اماراتو او جرمني ته صادرېږي.

ښاغلي جواد زیاته کړه: « افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې د څه باندې دوه میلیونه او دوه سوه زره ډالرو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پاکستان، چین، قزاقستان، سویس، جرمني، متحده عربي اماراتو، ټایلنډ، ایران، هندوستان او روسیې ته صادر کړي دي.»

۲۷ کلن خالد چې د شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د کابل په انتیک فروشۍ کوڅه کې قیمتي ډبرې پلوري وایي، څه د پاسه ۱۰۰ ډوله ډبرې لري چې له کورنیو او بهرنیو کانونو څخه ترلاسه شوي دي. 

خالد طلوع‌نیوز ته  زیاته کړه: « ځینې ډبرې چې له کورنیو کانونو او ځینې نورې هم د ایران، یمن، عراق او مصر څخه واردوو او خپل خوښوونکي لري.»

په ورته مهال د ګران بیه ډبرو ځینې نور پلورونکي د پلور بازار له کمرنګه کېدو اندېښمن دي او له اسلامي امارته د قیمتي ډبرو د نندارتونونو جوړولو غوښتنه کوي.

د ګران بیه ډبرو پلورونکي، اکرام الدین وویل: « د افغانستان له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې نندارتونونه ترسره شي، څو د خلکو کارونه پراختیا ومومي او زموږ د کار لپاره هم یو فرصت برابر شي چې خپل کارونه په ازاده ډول لاجورد صادر او بېرته وارد کړو او خپل کارونه مخته یوسو.

د ګران بیه برو یو بل پلورونکي، فرهاد احمدي هم وویل: « اوس مهال ډېر زیات خرڅلاو نه لرو خو په ګرمه هوا کې بیا تر یوه حده ښه وي.»

د افغانستان ګران بیه ډبرې په بېلابېلو هېوادونو کې ښه بازار لري خو په هېواد کې د دغو ډبرو پروسس د سوداګرۍ له لویو ننګونو شمېرل کیږي.

د افغانستان ګران بیه ډبرې په بېلابېلو هېوادونو کې ښه بازار لري خو په هېواد کې د دغو ډبرو پروسس د سوداګرۍ له لویو ننګونو شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه