Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۲ کال په وروستۍ میاشت کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه

افغانستان د تېر هجري لمریز کال په وروستۍ میاشت کې د ۱۴۱ اعشاریه یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت صادرات او د ۷۸۹ اعشاره شپږ ملیون ډالرو په ارزښت بیا واردات کړي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو لمخې تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د۱۴۰۲  لمریز کال کې په کب میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولټال ارزښت ۱۴۱ اعشاریه یو میلیون ډالره او د وارداتو ارزښت ۷۸۹ اعشاریه یو میلیون ډالره و، چې د ۱۴۰۱ کال د همدې مودې پرتله د هېواد صادرات په ۱۴۰۲ کال کې ۳۲ اعشاریه ۹ میلیون ډالره زیات وو.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند، محمد حلیم رافع و ویل:"زموږ شمېرې ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې زموږ ټول صادرات ۱۴۱ اعشاریه یو میلیون ډالر وو او همدا راز مو په دغه میاشت کې واردات، ۷۸۹ اعشاریه شپږ میلیون ډالر وو. چې ډیری صادرات پاکستان، هند او متحده عربي امارتو او ډیری واردات بیا له چین، پاکستان او ایرانه شوي دي."

بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد تر ټولو ډېر صادراتي توکي د افغانستان کاني توکي دي.

د دې خونې مسوولان زیاتوي، چې په هېواد کې د کانونو د لویو چاڼځایونو د نشتوالي له امله استخراج شوي کانونه په اومه بڼه صادرېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزي و ویل: "ډیری کانونه دننه په هېواد کې نه پروسس کیږي، تاسې اوس همدا تالک وګورئ، چې سلګونه قلمه تالک پیدا کیږي، ځکه په کازمېټ کې کارول کیږي، درملو کې کارول کیږي خو موږ یې یوازې اوړه کوو او چین او پاکستان ته یې وړو."

بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د هېواد د تولیداتو د پراختیا او صادراتو پر وړاندې د ځینو ننګونو د یادولو تر څنګ، د صادراتو پر زیاتېدو ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان وايي: " زموږ په بازارونو کې ګاونډيو هېوادونو خپلې فابرېکې جوړې کړې دي، هغوی هڅه کوي چې له لاسه یې ور نه کړي اوس که موږ په افغانستان کې کوم څه تولید کړو بازار ورته ډیر کم دی او که موږ ورته په بهر کې بازار و نه لرو سیالي نشو کولای."

د اقتصادي چارو یوه بل شنونکي، عبدالظهور مدبر و ویل: " د یوه هېواد د ملي عوایدو د کچې لوړولو اصلي مؤلفې د یاد هېواد د صاداراتو او وارداتو لوړول دي. نو که د یوه هېواد صادرات او واردات ښه وي، هېواد هم ورسره نه پیکه کیږي."

د سوداګرۍ او صنعت وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي. دغه اندازه صادرات د سالنګ د لویې لارې د ترمیم له امله د ځنډ له رامنځته کېدو، د ډبرو سکرو د صادراتو د کمښت او د ګاونډیو هېوادونو له ستونزو سره دوه سلنه زیاتوالی ښيي، چې معادل یې ۴۱ میلیون ډالره کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه