سږ کال افغاني غالۍ د هغه څه له امله چې د صادراتو د پراختیا ادارې بې پروايي بلل کېږي، د جرمني په «ډومټکس» کې د نړۍ د غوره غالیو په سیالیو کې له نوماندۍ پاتې شوې.
په نړیوالو بازارونوکې د غالیو لپاره د بازار موندنې د هڅو سربېره په جرمني کې د ډومټکس ترنامه لاندې د غالیو نړیوال نندارتون جوړېدو اصلي موخه ده.
ویل کېږي په وروستیو کلونو کې دا لومړی ځل وو چې سږکال د افغانستان ښکلې غالۍ په دغه نندارتون کې د نړۍ نهو مخکښو غالیو په سیالیو کې نوماندې نه شولې.
د صنایعو ټولنې مسوولین د دې کار پر وړاندې د حکومت او په ځانګړي توګه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت بې غوري بولي.
د غالیو د ټولنې رییس قربان علي جمشید زاده وايي:«له بده مرغه سږکال د د صادراتو د انکشافي ادارې په کار کې د ځنډ او په دې برخه کې د کارکوونکو د بې تجربهګۍ له امله، د افغانستان غالۍ د ډومټکس په نندارتون کې له بهرنیو غالیو سره سیالۍ ته کېښودل شي.»
د ډومټکس په نړیوال نندارتون کې د نړیوالو غالیو نوماند کېدلو شرطونه د غالیو په ابودلو کې نوښت، نوی ډيزاین او ځينې نور ښودل کېږي.
له دې مخکې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولینو په جرمني کې د غالیو یاد نندارتون کې د ګډون له بشپړ چمتوالي خبر ورکړی وو.
اوسمهال د دغه وزارت ویاند وايي، د ډومټکس له نندارتون څخه لاسته راوړنې لري خو نه يي روښانه کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي:«له شک څخه پرته زموږ ځینې سوداګر د غالیو د پلور ترڅنګ، داسې تړونونو ته هم لاسرسۍ موندلی چې کولای شو هغه په دغه نندارتون کې لاسته راوړنې وشمېرو.»
په همدې حال کې د غالیو د صنایعو ځینې خاوندان د حکومت په ځانګړي توګه د سوداګرۍ وزارت په بې غورۍ نیوکه کوي او زیاتوي چې تېر کال د جرمني دومتکس په نندارتون کې د افغانستان غالۍ د ۸۰ هېوادونو په غالیو کې دویم مقام ترلاسه کړی وو او کهچېرې سږکال دغو سیالیو ته د افغانستان غالۍ ور وړل شوې وای ښايي لومړی مقام به يي خپل کړی وای.