په بله ولایت کې يوه مېرمن توانیدلې چې پر سلو زرو افغانیو د آشو د تولید کارخونه جوړه کړي او یو شمېر نورو میرمنو ته د کار زمینه برابره کړي.
دا مېرمن رقیه نومیږي او وايي چې ورسره له دېرشو زیاتې میرمنې کار کوي او د خپل کار د پراختیا په حال کې دي خو د نه ملاتړ او د کوچنیو پورونو نه ورکړې خپلې ستونزې بولي.
دا زیاتوي:« ورځې موږ اوه منه هم اوړه لمدوو او د ورځې په پای کې د غوښتنې کچه لوړيږي او او کله هم دوه بوجۍ اوړه لمدوو.»
د مېرمن حکیمي د آشو په کار خونه که د ورځې تر ۵۰کیلوګرامو اوړو څخه آش تولید کیږي او په مزار شریف ښار کې یې پلوري.
په دې کارخونه کې کارکوونکې، بلقیس څرګندوي:«تر کله به یوازې نارینه کار کوي او موږ به یې خورو، موږ هم باید کار وکړو، یوازې داسې هم نه ده چې نارینه باید کار وکړي.»
د آشو په کارخونه کې د لسم ټولګې زدهکوونکې زهرا هم کار کوي او وايي چې د خپل کور او خپلې یو شمېر اړتیاوې له دې لارې پوره کوي.
زهرا وايي:«هم ښوونځي ته ځم او هم دلته کار کوم، هغه لږ معاش چې اخلم خپل ځان ته کتابچې او قلمونه اخلم.»
په دې کار خونه کې ټولې کار کوونکې له خپل کار څخه خوښي څرګندوي، خو په دې برخه کې د دولت د ملاتړ غوښتنه کوي.