Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل ناستې ژمنې نه عملي کېدل

په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د افغانستان په اړه د بروکسل ناستې ژمنې د حکومت تر څنګ نړیواله ټولنه هم نه ده توانیدلې چي د بروکسل ټولې پلې کړي.

د مالیې وزارت د راپور له مخې تر دې دمه د بروکسل غونډې پنځه پنځوس سلنه ژمنې عملي شوي او کیدای شي د حکومت تر پاتې مودې بشپړه شي.

 په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ زیږدیزو کلونو کې د بروکسل غونډې د متقابلو ژمنو د عملي کولو په تړاو د مالیې وزارت رپوټ ښيي چې پر افغان حکومت سربیره چې نه دی توانیدلی سل په سلو کې پر دغو ژمنو عمل وکړي ؛مرستندویان هم نه دي توانیدلي چې ددغو ژمو لویه برخه عملي کړي.

د مرستو د اغیزمنتیا او د ظرفیتونو د جوړولو لپاره  له ملي بودجې د نړیوالو پورونو ورکړه، افغان حکومت ته په لومړیتوب لرونکو  پروژو کې د اتیا سلنه نړیوالو مرستو لګول له دولتي ادارو سره د پروژو د موازو ادارو یو ځای کول او مالیې وزارت ته د قراردادي کارکوونکو د لوړو معاشونو د رپوټ وړاندې کول په بروکسل غونډه کې د نړۍ والې ټولنې هغه اته  ژمني  دي چې باید د ۲۰۱۸ زیږدیز کال تر پایه سل په سلو کې عملي شي.

 خو د مالیې وزارت رپوټ ښيي چې  تر پنځوس سلنې  زیاتې دغه ژمنې نه دي عملي شوي.

د  مالیې وزارت د ویاند دفتر سرپرست، عبدالله درمان وايي:«تر اوسه پورې د بروکسل ناستې پنځه پنځوس سلنه ژمنې عملي شوې دي او هیله لرو چې تر روان ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې یې بشپړې کړو.»

 په دغه رپوټ کې پر دولتي ادارو د باور نشتوالی په دغو ادارو کې د ظرفیت کموالی او اداري فساد، د دولتي او نړیوالو ادارو تر منځ د همغږۍ نشتوالی او د خپلو یو شمېر ژمنو عملي کیدو ته د نړۍ‎والې ټولنې لږه لېوالتیا د نړیوالې ټولنې د ژمنو د سل په سلو کې  نه پلي کیدو لاملونه وو.

 د اقتصاد د برخې یو شمېر کارپوهان د بروکسل غونډې د متقابلو ژمنو عملي کیدل د افغانستان  ستونزو د اواري لپاره مهم بولي.

د اقتصاد استاد، حسیب‎الله موحد څرګندوي:«اړینه ده چې مرسته کوونکي د ژمنو پلې کېدو لپاره تګلاره ولري او دا ژمنې د نړیوالې ټولنې او حکومت ترمنځ د باور په موخه ډېرې مهمې دي.»

ټاکل شوې ده تر دوو نورو میاشتو پورې د بروکسل غونډې د متقابلو ژمنو پرمختګونه  په ژنیو غونډه کې د افغان حکومت او نړیوالۍ ټولنې د استازو په ګډون وڅېړل شي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې حکومت باید  په دې غونډه کې په ډک لاس او  پوره باور ګډون وکړي، څو په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام زمینه برابره شي.

د بروکسل ناستې ژمنې نه عملي کېدل

ټاکل شوې ده تر دوو نورو میاشتو پورې د بروکسل غونډې د متقابلو ژمنو پرمختګونه  په ژنیو غونډه کې د افغان حکومت او نړیوالۍ ټولنې د استازو په ګډون وڅېړل شي

شریک یي کړئ