د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي چې د جوزجان په قوش تيپې او درزاب ولسوالیو کې نارده فلزاتو او یورانیم کانونه شته او دمګړۍ په دغو سیمو کې د داعش حضور او دغو کانونو ته د هغوی لاسوهنې د دغه وزارت اندېښنې زیاتې کړي دي.
تر هغه وروسته چي د جوزجان د ولایتي شورا غړو د جوزجان کاني سرچینو ته د داعش د لاسرسي خبر ورکړ؛ د کانونو وزارت هم د دغه ولایت په قوش تیپې او درزآب ولسوالیو کې د کانونو د احتمالي را اېستنې په تړاو اندېښمن دی.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې د دولت مخالف وسلهوال او داعش ډله د هېواد ډېری هغه سیمې نا امنې کوي چې کاني سرچینې په کې وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه څرګنده کړه:«په دغو ولسوالیو کې موږ بېلابېل کانونه لرو له هغې ډلې رسوبي سره زر او المونیم.»
ویل کېږي چې د جوزجان په قوش تپې او درزآب ولسوالیو کې پر تېلو او ګازو سربېره د سرو زرو او یورانیمو کاني سرچینې شته.
تر دې وړاندې د جوزجن ځايي چارواکو منلې وه چې د دغه ولایت ځينې هغه برخې د داعش په ولکه کې دي چې بېلابېل کانونه په کې شته.
بله خوا پر طبیعي سرچینو د څارن د شبکې مسوولین وايي چې اوسمهال ډېری ترهګرې ډلې هڅه کوي د هېواد پر نورو عاید لرونکو سرچینو سربېره هغو کانونو ته لاسرسی پیدا کړي چې په اسانۍ سره استخراج کېږي.
پر طبیعي سرچینو د څار بنسټ غړي ابراهیم جعفري په دې اړه وویل:«له دې جدي اندېښنه لرو کهچېرې داعش او یا نورې ډلې د دغه ولایت پر عاید لرونکو کاني سرچینو ته لاسرسۍ، له شک څخه پرته د جګړې د لګښتونو یوه برخه له هغه به تمویل کړي.»
بل پلو د جوزجان د ولایتي شورا یو غړی وايي چې د تېرو کلونو د څېړنو له مخې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو اتلس کانونونه شته او دې ته په پام سره چې داعش ډله پر دغو کانونو واکمنه ده احتمال لري دغه سرچینې د دې ډلې له لوري استخراج شي.