په هېواد کې د پلاسټیکي توکو کارخونو ښه پرمختګ کړی او په دې برخه کې په لسګونه مېلیونه ډالره پانګونه شوې ده، خو د کارخونو څېښتن وايي چې هغوی تراوسه هم له ځینو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغوی وايي چې ټاکل شوې وه د پلاسټیکي توکو د معرفي او د هغوی د صادراتو د زمینې برابرولو لپاره په هېواد کې نندارتونونه جوړ شي او په هغه کې کورني او بهرني شرکتونه دې ګډون وکړي خو د ناامنیو له امله دا نندارتونونه جوړ نه شول او د هغوی په وینا دغه کار په هېواد کې د هغوی پر تولیداتو ناوړه اغېزه کړې ده.
اوسمهال په هېواد کې د پلاسټیکي توکو ۲۴۰ تولیدي کار خونې لکه د پایپونو، پلاسټیکي خلطې، لوښي او پلاسټیکي فرشونه تولیدوي او دغه کارخونې کولای شي په دغې برخه کې د هېواد ډېری اړتیاوې پوره کړي.
د کارخونې څېښتن صیام نیازي په دې اړه څرګنده کړه:«منفي اغېزې کوي، د دې لپاره چې زموږ تولیدات پېرودونکو ته نه معرفي کېږي.»
د پلاسټیکي توکو د تولید یوه کارخونه د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې ده چې هره ورځ سلګونه فرشونه تولیدوي او ښه بازاره هم لري چې د مسوولینو پر وینا د پلاسټیکي فرشونو ۸۰ سلنه بازار په واک کې لري.
د دغو کار خونې مسوولین له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي او وايي چې دوی یوازې نهشي کولای د هېواد والو اړتیاوې پوره کړي.
د کارخونې مالک نورالحق وايي:«بازار ښه دی. خلک یې پېري. زموږ تولیدات نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.»
د برېښنا نشتوالی، له بهرنیو هېوادونو د خامو توکو واردات، د ځای نشتوالی او د حکومت نه ملاتړ د دوی له ستونزو څخه دي.
د کارخونې یو بل څېښتن احمد خلیل په دې اړه وویل:«اومه توکي له ډېرو ستونزو سره له بهرنیو هېوادونو واردېږي، لکه ایران او پاکستان څخه.»
ویل کېږي اوسمهال ډېری پلاسټيکي توکي له کمې تعرفې سره هېواد ته واردېږي چې د صنایعو د خاوندانو بیا په کورنیو سوداګریزو توکو کې دا ناسالمه سیالۍ بولي.
دوی ټینګار کوي چې حکومت باید د پلاسټیکي توکو د معرفۍ لپاره نندارتونونه جوړ کړي ترڅو خلک له دې توکو سره بلد شي.