Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کشمش د صادراتو د زیاتوالي سره سره د کشمش پاکونې ۲۰ کارخونې ډیوالي شوي دي

د افغانستان د کشمشو په صادراتو ۱۳ سلنې د زیاتوالي سره سره د هېواد د کشمش پاکونې کابو۲۰ کارخونې ډیوالي شوي دي.

د کشمشو د صادراتو ادارې مسؤولین وايي که څه هم د کشمش پاکونې بهیر معیاري شوی او دهغه پروسس او کشمشو ته د تقاضا زیاتوالی د دې لامل شوی دی چې د هغه صادرات زیات شي،خو یو د کشمش پاکونې یو شمېر کارخونې د امکاناتو او د اړینو اسانتیاو د نه‎شتون له امله له ډیوالي سره مخامخ شوي دي.

په حاضر وخت کې د افغانستان څلور ډوله کشمش اروپايي،آسیايي او امریکايي هېوادونو ته صادرېږي.

د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی، د کشمش جوړونې نوې بڼه، د کشمش پاکونې او پروسس معیاري کېدل او معیاري بسته بندي ټول د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د کشمشو صادرات پراخ شي.

د کشمشو د صادراتو د ادارې په وینا، سږکال بهر ته ۲۲ زره تڼه سره کشمش صادر شوي دي. د دغې ادارې مسولان وايي چې امکان لري د روان کال تر پایه د تېر کال په پرتله د کشمشو صادرات زیات شي.

د کشمشو،مېوه جاتو او سبزیجاتو د صادراتو د پراختیا ادراې رییس محمد عظیم هاشمي وايي:"د کشمشو د پروسس او بسته بندۍ د ښوالي لپاره ټولې هڅې چې د جهاني بانک په مرسته ترسره شوې دي، سږکال زموږ صادرات ښه او د افغانستان د کشمشو لپاره مناسب او بازار پیدا کړی دی."

د کشمش د پاکونې د یوې کارخونې خاوند چې په هغې کې ډېری ښځې کار کوي وايي که چیرې دولت په لازمه توګه له فابریکو څخه ملاتړ وکړي ډېرو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

د کارخونو یو خاوند زلمي زیاته کړه:"که چېرې زموږ کار غوره وي او له موږ څخه ملاتړ وشي،یو ډېر شمېر نرینه او ښځینه کار کوونکي به موږ وګمارو."

که څه هم چې د افغانستان کشمش له هېواد څخه بهر ښه بازار لري، خو زیات شمېرې د کشمشو کارخونې د لازم ملاتړ د نشتوالي له امله له ډیوالي سره مخ شوي دي او د کشمش پاکونې له ۳۰ کارخونو څخه یوازې ۱۳ فعالیت کوي.

د برېښنا نشتوالی، د ځمکې نشتوال او د کارخونو څخه د مالي ملاتړ نشتوالی له افغانستان څخه د صنایعو د تېښتې لامل بلل کېږي. د اقتصاد چارو کارپوهان په هېواد کې د کشمشو د پروسس په برخه کې زیاتو فرصتونو ته په پام سره وايي که چېرې حکومت په دې برخه کې کارخونو ته لازم امکانات برابري کړي په هېواد کې به سلګونو کسانو ته کار پیدا شي.

د افغانستان د کشمشو په صادراتو ۱۳ سلنې د زیاتوالي سره سره د هېواد د کشمش پاکونې کابو۲۰ کارخونې ډیو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه