اوس مهال د پاکستان باروړونکي موټر او لارۍ د هېواد تر پولو سوداګریز توکي رالیږدوي او د افغانستان باروړونکي موټر له پولې اخوا د توکو د لېږد حق نه لري.
د ټرانزیټ په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ دا او لسګونه نورې ستونزې د دې لامل شوي دي چې په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ارزښت په کال کې له درې مېلیاردو ډالرو نه شاوخوا یو مېلیارد ډالرو ته راټيټ شي او اوسمهال پاکستان د افغانستان لومړنی سوداګریز شرکت نه دی.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو له تودېدو سره همهاله د دواړو هېوادونو تر منځ پنځه کاري ډلې رامنځته شوې چې دوه ډلې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکي مدیریت کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټي ستونزو د هواري لپاره د کابل او اسلام اباد د ټرانزیټي او سوداګریز هوکړه لیک د څارنې د غونډې جوړېدل یوه بنسټيزه اړتیا ده؛ دا هغه خبره ده چې په پاکستان کې هم د چارو کار پوهان ورته هیلهمن دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي:« د (اپتیکا) غونډې د جوړېدو لپاره د پاکستان لېوالتیا ډېره ده او پاکستان غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي او سوداګریزې ستونزې ژر تر ژره حل شي، خو څرګنده نه ده چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت څه وخت دا غونډه جوړوي.»
په همدې حال کې په پاکستان کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان چې د دواړو هېوادو پر ستونزو د بحث لپاره کابل ته راغلي وو، هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو حل ته خوشبینه دي.
د پاکستان ځای ناستی ډيپلوماټ قاضي همایون وايي:« زه هیله لرم چې ژر تر ژره د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي ستونزې د دواړو هېوادونو د چارواکو د غونډو په جوړېدو سره حل شي او دا کار، د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دی. اوس په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو په اندونو کې اړین بدلون رامنځته شوی دی.»
اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي د افغانستان د ټرانزیټي ستونزو د حل په برخه کې پر پاکستان د بې باورۍ په څرګندولو سره له حکومته غواړي چې د سیمې د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د انډول لپاره باید فرصتونه له لاسه ورنه کړي.
د نړیوالۍ سوداګرۍ په چارو کې کارپوه مزمل شینواری وايي:«له پاکستان سره د ټرانزیټي ستونزو حل لارې باید د افغان حکومت په کاري لومړیتوب کې وي؛ ځکه له سیمې سره د بدیلو سوداګریزو لارو په شتون کې، د پاکستان لارې د افغانستان لپاره مهمې دي او پاکستان باید د شته سیمهییزو کنوانسیونو په سمون کې له نړۍ سره سوداګرۍ لپاره افغانستان ته لاره ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریز او ټرانزیټي هوکړه لیک د څارنیزې غونډې د جوړېدو لپاره چمتوالی لري او ډېر ژر به دا غونډه په کابل کې جوړه شي.
که څه هم تر دې وړاندې د سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې له پاکستاني سوداګرو سره به په ګډه غونډه کې د دغه وزارت یوه غوښتنه په دې هوکړه لیک کې د هند شاملول وي؛ خو اوس څرګنده نه ده چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د هند د ټرانزیټي توکو پر مخ د چابهار لارې خلاصېدو ته په پام سره به دا موضوع په راتلونکې غونډه کې د دواړو هېوادونو تر منځ مطرح شي او که نه.