Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د پستې باغونو جوړول د کوکنارو ښه بدیل شوی

د هلمند د کرنې ریاست وايي چې دغه ولایت کې د کوکنارو بدیلو لارو چارو تر ډېره ښه پایله ورکړې او په دې ورستیو کي يې د پستو د باغونو پر رواجولو باندې کار پیل کړی دی او باغونو ښه حاصل هم کړی.

د کرنې ریاست هلمند کې د کوکنارو کرکېلې پر ځای د باغونو جوړول ګټور بولي او زیاتوي چې تر اوسه پورې پر کابو ۳۰۰ جریبه ځمکه د پستې باغونه جوړ شوي دي.

د هلمند ولایت د کرنې رییس، زلمی الکو زیاتوي:«د کرنې ریاست پر هغو کرنیز توکو تمرکز کوي چې نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي او کرکېله یې هم اسانه وي. نو ځکه موږ پسته ټاکلې، ځکه لږې اوبه هم غواړي او د کوکنارو ښه بدیل هم کېدی شي.»

په همدې حال کې د هلمند ولایت کروندګر هم له دې طرحې خوښوي څرګندوي او وايي چې له یو نیم جریبه ځمکې له یو نیم ټنه زیاته پسته ترلاسه کولی شي.

هلمند کې د پستې یوه باغ څښتن، محمد لعل وايي:«ما خپله ډېر وخت په ایران کې تېر کړی، د پستو په باغ کې مې کار کړی او کله چې دلته راغلم په هلمند کې د پستو کوم باغ نه وو، نو پیل مې کړ او د پستي باغ می جوړ کړ اوس د څو کلنو په تېریدو سره پر حاصل راغلی دی، سږکال مي ډېره پسته دلته یو چار باندې و پلورله او هغوی اروپاته واستوله. له یونیم جریبه ځمکې کابو درې خرواره پسته ترلاسه کېږي.»

همداراز بل کروندګر، محمد وايي چې ډېرو کسانو د پستو په کر لاس پورې کړی او دا د کوکنارو د کښت مخه نیسي:«‎د پستو باغ کمو اوبو ته اړتیا لري او ډېر کم مصرف لري، خو ګټه يې تر هر څه ډېره ده، خلک اوس ډېر کوښښ کوي چې دا باغونه جوړ کړي، خو ډېر خلک يې د روزنې سره بلدتیا نه لري، موږ دلته نیالګي هم روزو، وروسته خلک راځي او ولسوالیو ته يي انتقالوي.»

خو بل خوا د هلمند ولایتي شورا بیا نیوکه لري چې لا هم په هلمند کې د  کوکنارو کر پر بدیلو لارو ګټور کار نه دی شوی.

د ولایتي شورا رییس، عطاالله افغان زیاتوي:«‎هلمند کې ټول کرونده ګر د کوکنارو د کرلو سره ښه بلدتیا لري، که څه هم ګټه يي ډېره دوی ته نه پاته کیږي، خو د دې کار د مخنیوي لپاره د کرني ریاست لازم کار نه دی کړی، ډېر کارونه چېي کړي يې هم دي بنیادي نه دي او خلکو ته يې چندان ګټه نه ده رسېدلې.»

د کرني ریاست مسولین وايي د هلمند اوبه او هوا د پستو د باغونو لپاره ډېره مناسبه ده او پدغه ولایت کي ښه حاصل ورکوي.

د کرني ریاست مسولین وايي د هلمند اوبه او هوا د پستو د باغونو لپاره ډېره مناسبه ده او پدغه ولایت کي ښه حاصل ورکوي

شریک یي کړئ