د کندهار ولایت د کرنې ریاست وايی ټاکل شوې سږ کال په دې ولایت کې ۲۵زره ټنه انځر راټول او پروسس شي.
د یاد ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رییس، حفیظ الله سعید زیاتوي چې ټاکل شوې د انځرو لویه برخه هند صادره شي. هند د افغانستان د انځرو د اخیستو لوی بازار دی.
ښاغلی سعید زیاتوي:«په کندهار ولایت کې پر ۲۵۰۰هکتاره ځمکې د انځرو باغونه جوړ شوي دي. سږ کال به ۲۵زره ټنه انځر واخیستل شي چې دا د تېر کال په پرتله ۲۵سلنه زیاتوالی ښیې.»
که څه هم کندهار کې یو شمېر بڼوال د انځرو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو له حکومته یې د میوو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي.
یو تن بڼ وال، مددخان بیانوي:«د سږ کال حاصلات مو ډېر ښه دي او موږ راضي یوو. دغه انځر ډېر یې هند ته ځي، خو د هوايي دهلیز له لارې الوتنې ډېرې کمې دي.»
په همدې حال کې د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسوولین وايي ټاکل شوې سږ کال د هېواد ۳۰سلنه انځر پاکستان ته هم صادر شي.
د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، نصرالله زهیر په دې اړه وايي:«د کندهار د انځرو لویه برخه هند ته صادریږي.»
انځر د ارزښتناکه میوو له ډلې شمېرل کېږي چې هر کال یې ډېره برخه هند او اروپا ته صادریږي.