په بلخ ولایت کې پر څه باندې زرو بزګرو د هغوی د کروندو د ښه حاصلاتونو په منظور اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو ادارې رییس سراج الدین مهربان وايي د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو له وېشل سره، تمه کېږي چې کرنیز محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
سراج الدین مهربان زیاته کړه چې ټاکل شوې ده سږ کال ژمی، ۶۰۰ مټریک ټن اصلاح شوي تخمونه د بلخ په ۱۴ ولسوالیو کې پر یو زرو ۵۰۰ بزګرو وېشل کېږي.
هغه په دې اړه وویل:«ټول بزګر د اصلاح شویو تخمونو توان نهلري، د افت پر ضد د درملو د پېرلو توان نهلري، مکانیزه زراعت چې باید ټراکټور ولري، چې د تولید له اغېزمنو عواملو څخه دی، ډېری یې نهلري.»
ښاغلي مهربان، زیاته کړه چې د کرنې وزارت په هڅه کې دی ترڅو د کروندګرو دغه ستونزې حل کړي.
له بلخوا هغه کرندګر چې د اصلاح شویو تخمونو له وېش څخه برخمن شوي، وايي کهڅه هم د کرنیزو توکو لپاره د بازار، سړې خونو له نشتوالي او د زراعتي اوبو له کموالي سره مخ دي.
الله داد چې د دهدادي په ولسوالۍ کې بزګر دی وايي:«دغه تخمونه چې کرو افت یې نه وهي. دغه تخمونه سل په سلو کې زموږ په ګټه دي.»
د کرنیزو تخمونو د وېشل پروګرام، د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.
په ورته وخت کې د دهدادي ولسوال ولي شاه کهڅه هم د دغه پروګرام له عملي کېدو هرکلی کوي،خو وايي چې د دغې ولسوالۍ بزګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه:«کروندګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د کود، سړې خونې، او کرنیزو توکو ته د بازار نشتوالی، د کرنیزو افاتو پر ضد درملو نشتوالي ډېری خلک زیانمن کړي دي.»
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو ریاست د چارواکو په وینا، د دغه ولایت کابو ۵۰ سلنه کرنیزې ځمکې د اوبو د کموالي په دلیل له کرنې پاتې دي.