مرخېړي داسې بوټی دی چې د پسرلي په موسم کې په خپله راشین او له ډېرې مودې راهیسې د خوړو او همداراز درملو په توګه کارول کېږي.
په کابل کې ګروندګرو مېرمنو، د مرخېړي د کښت لپاره یوه نوې طریقه موندلې چې له هغې په ګټنې کولای شي د کال په څلورو فصلونو کې حاصلات ترلاسه کړي.
خو انیسه رضايي توانېدلې چې د کور په یوې خونه کې مرخېړي په نوې بڼه د کال په ټولو فصلونو کې وکري او له دې لارې د کورنۍ لپاره ښه عاید ترلاسه کړي.
انیسه رضایي چې کوچني کورني فارمونه یې جوړ کړي، وايي چې د ورځې تر پنځو کلیو مرخېړي تولید وي.
مېرمن رضايي څرګندوي:«د کښت له پیله تر حاصله یوه میاشت وخت نیسي، کهچېرې سمه ساتنه یې وشي په دغې موده کې، د درې میاشتو په اندازه حاصلات ورکوي.»
انیسه رضایي وايي که حکومت له ښځينه کرونګرو لازم ملاتړ وکړي دوی د کرنیزو حاصلاتو په تولید کې ښه رول لوبولای شي.
په دې وروستیو کې په هیواد کې د میرمنو لخوا د کوچنیو پانګونو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.
په نړۍ کې څه د پاسه ۴۰۰ ډوله د خوړلو او درملو لپاره خرمېړي پېژندل شوي او په اوسني وخت کې په افغانستان کې کرونګر هڅه کوي ډول ډول مرخېړي وکري.