Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د شکایتونو ۹۵ سلنه څېړنه به تر راتلونکې اوونۍ پای ته ورسېږي'

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي، تر راتلونکې اوونۍ پورې به د ۹۵ سلنه شکایتونو ارزونه پای ته ورسېږي.

د دغه کمېسیون ویاند او منشي وايي، په ۳۱ ولایتونو کې د شکایتونو ارزونه بشپړه شوې چې له منځه یې درېیو ولایتي کمېسیونونو خپلې پرېکړې مرکز سره شریکې کړې دي، ۹ ولایتونه خپلې پرېکړې ارزوي او ۱۹ نور ولایتي دفترونه یې د خپلو پرېکړو د حقوقي تحلیل په چاره بوخت دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي په هغو ولایتونو کې چې ولایتي دفترونه د خپلو څېړنو د پایلو په اړه تصمیم نیولی د رایو بیاشمېرل دوام لري، دغه کمېسیون وايي د بایومېټریک معلوماتو نشتوالی او همداراز د ټاکنو د خپلواک کمېسیون معلوماتي بانک ته نه لاسرسی د شکایتونو د څېړلو کار له ځنډ سره مخامخ کړی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي په دې اړه وايي:«موږ د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه یو یوزر غواړو یو بایومټېریکي معلومات غواړو، له بده مرغه تراوسه دواړه موردونه زموږ واک کې نه دې راکړل شوي او یوه ستونزه چې تراوسه یې دا ننګونه رامنځته کړې همدا موضوع ده، نن یې وویل چې یو یوزر تاسو ته درکوو.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي تر یوې اوونۍ پورې به د ټاکنیزو شکایتونو څېړل پای ته ورسېږي او دا کمېسیون به د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو په اړه خپله پرېکړه ټاکنیزو ډلو ته ولېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي وویل:«تراوسه یې چې څېړنه کړې بهیر پڅ دی، د دې په دلیل چې قانون کې راغلي چې باید په دوه اوونیو کې ټول شکایتونه باید وڅېړل شي او پایله د ټاکنو کمېسیون ته استولې وای.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون کابو دوې اوونۍ نور وخت لري چې خپلې څېړنې پای ته ورسوي.

دغه کمېسیون زیاتوي ډېر شکایتونه شته چې ښايي د ټاکنو پایلې بدلې کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې محمد اشرف غني د ټاکنو ګټوونکی دی.

شریک یي کړئ