Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا دویمه څپه؛ ۹۰ زره تنه به په کووېډ نولس اخته شي

د عامې روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې د کورونا ویروس د دویمې څپې له خپرېدو سره هم مهاله په هېواد کې پر کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له هغو شمېرو چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ثبتېږي څو برابره لوړ دی او د هرې ورځې له تېرېدو سره د کووېډ نولس ناروغانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هوا د سړېدو له امله شونې ده چې پر کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د کورونا ویروس د لومړۍ څپې په پرتله په دویمه څپه کې دوه برابره زیاتوالی ولري او اټکلونه د دې ښودنه کوي چې په ژمي کې به په افغانستان کې تر ۹۰ زره تنه په کووېډ نولس اخته شي.

د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په هېواد کې د ورځې کابو ۱۵۰ تنه په کووېډ نولس ناورغۍ اخته کېږي او له دې ډلې کابو ۱۰ تنه ژوند بایلي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې پر کوویډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو ترڅنګ د هغې د قربانیانو شمېر هم زیات شوی دی.

د دغه وزارت د شمېرو پر مټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کوونډ نولس ناروغۍ ۱۲۱مثبتې پېښې ثبت کړل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وویل:«هغو کسانو چې د ویروس یوه ډېره اندازه یې اخیستې وي، یعنې هغه کسان چې ماسک نه اغوندي او له هغه کس سره چې د کورونا مثبته پېښه لري په اړیکه کې کېږي، هغه کس هم ټوخېږي؛ بیا هغه کس هم یوه زیاته اندازه ویروس اخلي. په دې اړه نه لري چې ځوان دی او که زوړ.»

د افغان - جاپان روغتون د چارواکو په وینا د ورځې لږ تر لږه ۹۰ تنه ناروغان له بېلابېلو ولایتونو دغه روغتون ته مراجعه کوي.

د افغان  - جاپان رووغتون ډاکټران چې په کابل کې د کووېډ نولس ناروغۍ ځانګړی روغتون دی، وايي د اوزارو د کموالي له امله د ناروغانو لپاره د تنفسي دستګاه څخه کار نه شي اخیستی په داسې حال کې چې ډېری ناروغان د جدي مراقبت په برخه کې دغو دستګاوو ته اړتیا لري.

د دغه روغتون ډاکټران وایي چې د هرې ورځې په  تېرېدو سره د ناروغانو شمېر زیاتېږي؛ خو دلته امکانات محدود دي.

 رییش شفاخانه افغان جاپان زلمی رښتین وايي:«یوه ستونزه د اکسیجن د چمتووالي په برخه کې ده چې موږ یې له بالونونو سره راوړو. باید پلان شي چې دلته اکسیجن تولید کړو. او بله ستونزه د ناروغانو لپاره د ځای نشتون دی.»

ولسمشر غني هم تېره شپه دغه روغتون ته تللی و.

دم ګړۍ د افغان - جاپان روغتون د جدي څارنې په برخه کې ۱۴ ناروغان ساتل کېږي. ډاکټران وايي چې کابو ۸۰ سلنه دغه ناروغان باید د مصنوعي ساه اخیستو له دستګاوو سره ونښلول شي، خو ټولې دغه دستګاوې د ماسک له نشتوالي سره مخ دي او تجهیزات یې بنسندویه نه دي.
 
ډاکټر قند آغا حسن وویل:«موږ شپږ ونټیلاټورونه لرو چې د هغوی بیه زرګونو ډالرو ته رسېږي؛ خو په تېرو شپږو میاشتو کې هغوی ته یو ماسک نه دی راوړل شوی.»

د افغان جاپان روغتون د جدي څارنې د څانګې مسوول شیرین آغا ناصري هم څرګنده کړه:«په عامه توګه، ځکه چې په خپله وزارت پرسونل کم کړی دی، پرسونل کمښت لري.»

د دغه روغتون مسوولان وایي چې د پوره بسترونو د نشتوالي له امله، ځينې هغه ناروغان چې باید د ځانګړې څارنې په برخه کې وي، د دغه روغتون په دهلیزونو او یا عمومي څانګه کې بستر شوي دي.

د کوویډ نولس ناروغ عبدالهادي وايي:«خلک د کورونا ویروس ساده ګڼي چې څه نه دی؛ خو ډېر خلک د دغه ویروس له امله مړه شول.»

په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر ۴۵ زره او ۹۳۶ تنو ته ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ