Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې کروناویروس؛۸۰ تازه پېښې ثبت او۷ ‎تنه مړه شوي

تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۷ تنه هم د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.

هغه مالومات چې نن(پنجشنبې د سلواغې په ۲مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي ښیې چې تازه پېښې د ۱۸۶۶کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ نه ۱۲۸ تنه روغ شوي دي.

اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو فعالو پېښو شمېر ۶ زره او ۶۶۸ دي.

همداراز د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲ زره او ۳۷۰ ته رسیږي.

تازه پېښې ۶ کابل، ۲۱ هرات، ۲ کندهار، ۱۳ ننګرهار، ۱ بغلان، ۱ وردک، ۳ غزني، ۴ بدخشان، ۱ لوګر، ۲ کاپیسا، ۷ لغمان، ۹ کنړ، ۱ پنجشېر او ۳ هم فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۹ ناروغۍ نه ۱۲۸ تنه روغ شوي دي

شریک یي کړئ