د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې (د کب په ۱۵مه) اعلان کړی چې په تېره یوه شپه او ورځ کې، په ټول هېواد کې ۴۱ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۱۱ ناروغان وژل شوي او ۶۳ تنه نور بېرته روغ شوي دي.
نوې پېښې په کابل کې ۲۰، هرات کې ۴، کندهار کې ۷، ننګرهار کې ۵، بغلان کې ۲، کندوز کې۱ او غزني کې ۲ پېښې ثبت شوې دي.
د مړینې ۱۱ پېښې هم پنځه په کابل کې، دوه په ننګرهار کې، یوه کندوز کې، دوه کاپیسا کې او دوه هم په فراه ولایت کې ثبت شوې دي.
له دغو شمېرو سره، په افغانستان کې د کووېډ نولس د ناروغانو ټولیز شمېر ۵۶ زره او ۷۱۷ تنو ته لوړ شوی دی.
له دې ډلې دوه زره او ۵۰۸ ناروغان مړه شوي او ۵۱ زره او ۸۶۵ ناروغان ښه شوي دي.