Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حساب ورکړې په پروګرام کې د خوړو او درملو ملي ادارې کلنۍ راپور

د خوړو او درملو ملي اداره وايي چې دم‌ګړۍ په هېواد کې د درملو د تولید څه باندې ۵۰ کارخونې فعالیت لري چې څه باندې ۵۰۰ قلمه درمل دننه په هېواد کې تولیدوي.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست عبدالباري عمر "ملت ته د دولت حساب ورکړې پروګرام" کې وايي له ۱۰۰ سلنې درملو څخه چې هېواد ته واردېږي، د هغوی ۳۰ سلنه له ناقانونه لارو راځي چې د درملو د ناقانونه وارداتو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.

د هغه په وینا، هر کال په هېواد کې پر درملو یو مېلیارد ډالره لګښت راځي.

عبدالباري عمر په دغه پروګرام کې وویل:«په اوسط ډول د افغانستان د مارکېټ د درملو اړتیا چې له ۷۰۰ مېلیونه پېل تر یو مېلیارد ډالرو پورې ده. اوسمهال هېواد ته ۷۰ سلنه درمل په قانوني ډول او ۳۰ سلنه درمل په قاچاقي ډول واردېږي او تر ۵۵۰ قلمه درمل په کور دننه تولید لرو، چې ۱۵ قلمه داسې درمل دي، چې له بهره يې واردات بند دي.»

د دې ادارې په خبره، په تېر کال کې لسو فابریکو ته، چې په نړۍوال معیار برابرې دي، د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست وايي، په هېواد کې يې څه باندې ۲۲۰۰ نورو درملي تاسیساتو ته هم د فعالیت اجازه ورکړې ده.

هغه زیاتوي:«په تېر کال کې ۱۹۶ بابه د درملو عمده پلورنځیو، ۱۵۶ وارداتي شرکتونو، ۱۰ بابه تولیدي فابریکو او ۱۴۲ بابه د درملو وارداتي شرکتونو او د تولیدي فابریکو استازولیو ته د فعالیت اجازه لیکونه ورکړي دي.»

د دې ادارې چارواکي همداراز ټینګار کوي، چې تېر کال يې د ۲۱ زره ۵۰۴ قلمه درملو او روغتیايي محصولاتو ته د وارداتو اجازه ورکړې، چې لګښت يې څه باندې ۶۵ مېلیارده او ۲۵۸ مېلیونه افغانۍ وو.

د درملو او روغتیايي محصولاتو د ثبت رییس خلیل الرحمن مومند څرګندوي:«په تېر یو کال کې د ۶۵٫۲۵۸ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۲۱۵۰۴ قلمه درملو او روغتیايي محصولاتو ته د وارداتو اجازه ورکړل شوې ده، ۱۹۵۰۰ قلمه وارداتي او تولیدي درملو او روغتیايي محصولاتو بازار ته د وړاندې کولو اجازه ورکړل شوې ده.»

د خوړو او درملو ملي ادارې د څار او پلټنې رییس سید مومن خان فدایي هم وویل:«په تېر کال کې مو کابل ښار کې ۴۵۳۶ درملتونونو څخه څارنه کړې ده، چې په پایله کې ۷۷۱ بابه درملتونونه مهرلاک، ۱۸۰ بابه درملتونونو ته توصیه نامې او ۱۲۶ بابه درملتونونو ته اخطار نامې ورکړل شوې دي.»

د خوړو او درملو ملي اداره زیاتوي، چې تېر کال يې شاوخوا ۳۰۰ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل له منځه وړي او اوس يې ۵۰ ټنه نور بې کیفیته درمل سوځولو ته چمتو کړي دي.

د دې ادارې سرپرست ټینګار وکړ چې د هېواد د پلازمېنې په ګډون په څلورو زونونو کې د خوراکي او روغتیايي محصولاتو د ازموینې لابراتوارونه جوړوي.
 
مسوولان این اداره در برنامه حساب‌دهی همچنان می‌گویند که در حدود ۳۰۰ تن دوای بی‌کیفیت و تاریخ گذشته را سال پار نابود ساخته‌اند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه